فرانس : یوه زلمي له وژل کېدو وروسته پیل شویو لاریونونه پنځمې شپې ته غځېدلي دي.

0
66

ويب ډیسک

فرانسې کې د پولیسو له‌خوا د یوه زلمي له وژل کېدو وروسته پیل شویو لاریونونه پنځمې شپې ته غځېدلي دي.

یاد لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي او ویل کېږي په مارسي ښار کې تازه په تازه ۵۶ لاریونوال نیول شوي هم دي.

د راپورونو له مخې، مارسي ښار کې پولیسو د لاریون‌کوونکو پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز کارولي او په ځینو سیمو کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته هم شوې.

۱۷ کلن نایل مرزوق تېره سې شنبه تر هغې وروسته د پاریس نانټر کې له نږدې واټنه په ډزو ووژل شو چې د پولیسو له یوه چک پوینټ یې موټر کې د تښتېدو هڅه کړې وه.

د معلوماتو له مخې، د جمعې پر شپه څه باندې ۱۳۰۰ او پنجشنبه له ۹۰۰ ډېر لاریون‌کوونکي د پولیسو له‌خوا نیول شوي ؤ.