ویب ډیسک
د هند د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی کابل ته لېږلی څو د واکمنو طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري. دا به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو ورووسته د خپل ډول لومړۍ ليدنه کتنه وي.
رويترز خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جون ۲) خبر ورکړی دی چې د هند د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی کابل ته رسېدلی، څو له طالب چارواکو سره وګوري.
کابل ته هندي چارواکي په داسې حال کې سفر کوي چې دغه هيواد د تېر میلادي کال په دوبي کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې د سختې بې وزلې او لوږې سره لاس او ګريوان دی.
د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي: «د هندي چارواکو ډله به د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د افغانستان له خلکو سره به د هند پر بشري مرستو بحث ترسره کړي.»
په دغه اعلاميه کې زياته شوې: «هندي چارواکي به د خپل سفر په ترڅ کې همدا راز د دوو نړيوالو سازمانونو له استازو سره هم وګوري چې په افغانستان کې د بشري مرستو په ويش کې کومک کوي.»


