هرات ته د ټاپي ګاز د رسولو لپاره د نوې شبکې جوړولو چارې پیلېږي

0
67

د افغانستان او ترکمنستان تخنیکي پلاوو په هرات کې د ټاپي ګاز نل‌لیکې له لارې ښار ته د ګاز رسولو او د وېش د نوې شبکې د جوړولو په اړه دوه ورځنۍ ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې هرات ښار ته د ګاز د لېږد لارې، تخنیکي معیارونه، د وېش سیستم او د راتلونکې لپاره د شبکې د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د بحثونو پر مهال دا هم څېړل شوي چې د ټاپي له لارې هرات ته رسېدونکی ګاز به څنګه صنعتي ښارګوټو، استوګنیزو سیمو، دولتي ادارو او سوداګریزو مرکزونو ته ولېږدول شي.

د دولتي شرکتونو د ویاند محمد نبي بحر په وینا، د ناستې ګډونوالو د هرات د بېلابېلو برخو لپاره د ګاز د لېږد شبکې، تخنیکي اړتیاوو او د نل‌لیکې د پراختیا اړوند موضوعاتو ارزونه کړې ده.

د ۱۵۲ کیلومتره نل‌لیکې ډېره برخه بشپړه شوې

د ټاپي پروژې په چوکاټ کې په هرات کې د ګاز نل‌لیکې د غځولو چارې هم روانې دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پروژې له ټاکل شوو ۱۵۲ کیلومترو څخه د ۱۳۵ کیلومترو د نل‌لیکې غځول بشپړ شوي او پاتې برخه یې تر ډسمبر پورې د بشپړېدو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

تمه ده چې د پروژې له بشپړېدو وروسته، د ۲۰۲۷ کال په جنورۍ کې یې پرانیسته ترسره شي او هرات ته د ټاپي ګاز د رسېدو زمینه برابره شي.

د چارواکو په وینا، د نل‌لیکې د غځولو چارې د هرات ښار په لوېدیځه برخه کې روانې دي.

د ترکمنستان د اوسني مهالوېش له مخې، د ټاپي ګاز نل‌لیکه باید د ۲۰۲۶ کال تر پایه د هرات صنعتي ښارګوټي ته ورسېږي.

د برېښنا او نورو برخو لپاره د ګاز د کارولو پلانونه

د هرات لپاره د ټاپي ګاز د رسېدو په صورت کې د دې سرچینې د کارولو لپاره بېلابېل پلانونه هم مطرح شوي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، عزیزی انرژي شرکت غواړي له طبیعي ګاز څخه د برېښنا د تولید لپاره کار واخلي. همداراز د موټرو لپاره د ګاز د سی‌اېن‌جي په توګه د کارولو او له پروسس وروسته د اېل‌پي‌جي د تولید امکانات هم تر څېړنې لاندې دي.

که دغه پلانونه عملي شي، هرات ته د ګاز رسېدل به د کورنیو تر څنګ د صنعت، برېښنا او ترانسپورټ په برخو کې هم د ګاز د کارونې زمینه برابره کړي.

د هرات اوسېدونکي د پروژې د چټکتیا غوښتنه کوي

د هرات یو شمېر اوسېدونکو د ټاپي پروژې له پرمختګ او ښار ته د ګاز د رسېدو له امکان څخه هرکلی کړی او له چارواکو یې غوښتي چې د ګاز د وېش شبکې د جوړولو چارې ژر پیل کړي.

د هرات اوسېدونکي زبیر سادات وايي، د ګاز شبکې جوړېدل کولای شي خلکو ته د انرژۍ د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل اوسېدونکی محمد ادریس بیا وايي، د سون توکو بیې د خلکو پر اقتصادي وضعیت اغېز لري او د ګاز د شبکې جوړېدل کولای شي د انرژۍ په برخه کې یوه بله سرچینه رامنځته کړي.

اقتصادي کارپوه عبدالکریم پویا هم باور لري چې هرات ته د ګاز رسېدل د کورنیو او صنعتي کاروونکو لپاره د انرژۍ د نوې سرچینې زمینه برابرولای شي.

د هغه په وینا، د صنعت لپاره د ګاز دوامداره برابرول کولای شي د انرژۍ د نورو سرچینو اړتیا راکمه او د تولید په برخه کې د لګښتونو د کنټرول لپاره زمینه برابره کړي.

د ټاپي پروژې د هرات برخې له بشپړېدو سره به دغه ښار ته د ګاز د رسولو ترڅنګ د صنعتي، برېښنا، ترانسپورټ او سوداګریزو فعالیتونو لپاره د دې سرچینې د کارولو امکان هم رامنځته شي.