دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهګندهارا او پښتانه

ګندهارا او پښتانه

لیکنه : محمد پرویش شاهین

د ګندها را خاوره او علوم او فنون د ريښمو کاروانی لاری ګودری ددی وسايل ددی مټور زلمی ددی قدرتی جوړښت ددی ابوهوا ددی غلی دانی ميوی درنګونه
ددې مثالی امن ددی د ډيرو مذهبونو او مسلکونو ګډ ژوند خو نه چر ته جنګ و او نه کرکه وه او نفرت و د امن له کبله هيواد ودان و اسوده و او شتمند و قافلی روانی وی او تجارت په زور شور کی وی تجارتی قافلی به تر يونان مصر عراق او ترکياو چين او هن پوری تللی که په لارو به د اتيانو اوښانو غويانو او خرو قچرو د غاړو د جرسونو ګرنګا وه نو بل اړخ ته به د مسفرو د دمی او ټرانزټ د پاره لوی لوی دمه ځايونه او سراي وو.

هم دی خاوره کي به د ډيرو ډيرو ژبو ترجمانان موجود و ليک لوست به کولی شو او اړتيانو به ور کی خپله خپله د مزدورې برخه اغستله د هر هر ملک په فوک لور موسيقې او قيصو به بحثونه کولی شول
ددی ځای دلويو لويو او عالمی شهری د مدرسو او استاځانو به صفتونه کولی شول د باندينې دنيا د مالدارو او سودا ګرو او شاهانو بچی به دلته د څلور شپيته علومو زدکری له راتللی شول
ددی ځای heavenly horses او د وړې جوړ سامانونه باندينې دنيا کی ډير قدرولی شول هم له دی ځايا به د لوی راجا اشوک د اس سور لې به زينونه ليږلې شول هم ددی ځای د لاجبرو د کانو به په باندينو ځايونو کی خلق په تمه و ددی ځای ګبين توره ميوی به د لوی تجارت برخه وه ددی ځای مټور اوتکړه زوانان به باندينو شاهانو خپلو ذاتی ساتنو له غوښتلو.

ددی ځای پشمينه څادری او د کانونو سپين زر او د کانونو او دريابونو موندلی سره زر قدرولی شول
ددی ځای عالمان به چين تبت او هند ته غوښتلی شول او د هند په نالنده پوهنتون کی به ور ته مشری ورکولی شوه
دلته ليک لوست کتاب او استاذ دلته دومره بلها بلها و چی که يو اړخ ته د لوی استاذ پانينی د علم پوهی او کتابونو د عظمت نغاره ډنګيدله نو بل خوا د منلی اسانګه نوم هم په قدر اغستلی شو نور خو لا پريدوه يوا ځی لوی بودی لوی مسافر تری په پيټو پيټو کتابونه د لوستو او ترجومو د پاره په قچرو بار وړی و
دا هم دا علمی او مذهبی ګندهارا وه چی جاپان کوريا چين او تبت تری مذهب غوندی شی هم پور کړی و دا هم دا ګندهارا وه چی د خپل لوی مذهبی او علمی تقدس له سوبه چانکيا څوک چی هم ددی ځای پيدا لوی و حکم ور کړی و که چيری چا هم د ګندهارا د نومنا خوالی اوکړه نو جرمانه به تری اغستی شی
دا هم هاغا د خوشبه ډکه ګندهارا وه چی په هند کی دا خبره مشهوره وه چی کله ګندهاري ته ځی نو د چا نه د لاری تپوس مه کوه خو سترګی وتړه او شمال لوری ته روان شه ځه او ځه چی کله در باندی ډيره خوشبو ولګيده نو سترګی پرنيځه دغه به ګندهارا وی
ګندهارا ته چی هر څومره ارټ راغلی نو دی کی د چين هند ايران روم او يونان اثرات موندلی کيژی خو ددی مطلب دا هم نه دی چی ګندهارا شاړه شباړه وه او دا تل پاتی ياد ارټ ي بهرنی دی په شاړه شباړه زمکه تيغ نه زر غونيږې
دلته څو څو مذهبونه او مسلکونه وو څومره څومره نسلونه او قامونه وو څومره څومره ژبی او ليک دودونه وو کوم چی دلته د موندلی شوو ډبر ليکونو نه ښکاره ده
که دا خاوره د امن او ورورې خاوره نه وی نو بده مت ولی پلارني ټاټوبی پريښدو او دلته راتلو او دلته ي دومره وده څنګه کوله
صفا خبره هم دا ده که چيری د پښتون خوا ډاګونو او راغونو غرونو او دشتونو بده مت له پناه نه وی ور کړی نو نن به بده مت د نړې له مخه ورک شوی و
خو ددی هر هر څه لپاسه نني ميشته پښتون د خپلی لا علمې او د بل په لمسه دا غوره فن پاره تباه کوی او ورکوی ي حال دا چی په دی نه دی پوهه چی مونږ لس کروړه اولس خو هيڅ داسی کلچر پيدا نه کري شو کوم چی مونږ د نورو د سيالې جوګه کړی شی او کوم کلچر چی مونږ ته بی کړاوه او بی بي ملاو شوی دی هغه ساتلی قدری نه شو
حال دا چی culture of the land and culture of the people کی به فرق کول وی
او يا دا اولس چا په دی خبره پوهه کړی نه دی
سلام هيونګ سانګ ته سلام سر اورل ستين ته سلام ټوسی ته
او سلام ننی ټولو پښتنو ارکيالوجسټانو پوهانو ته
شی اوږد شو نور به بيا شی
نوټ ملګرو د اسپتال په بيډ پروت يم بله دا چی دا د يادو خبری دی کوم ځای چی نا سمی دی نو سمي ي کرې قامی تاريخ روغ او سم غواړم.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه