شنبه, جون 13, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان او روس ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه نږدې دوه برابره شوې

افغانستان او روس ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه نږدې دوه برابره شوې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټوليز حجم د ۲۰۲۴ کال له ۲۹۶ ميليونه ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۵۹۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د افغانستان او روس ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر يوه کال په ترڅ کې په څرګند ډول لوړه شوې ده. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټوليز حجم د ۲۰۲۴ کال له ۲۹۶ ميليونه ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۵۹۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، که څه هم سوداګريزه راکړه ورکړه ډېره شوې، خو د سوداګرۍ توازن لا هم د روسيې په ګټه دی. افغانستان روسيې ته شاوخوا پنځه ميليونه ډالره صادرات لري، خو ډېری برخه يې له روسيې وارداتو جوړوي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، افغانستان روسيې ته ممیز، انار، ګيلاس، بې الکوله مشروبات، کانونه، وچ زردالو، مڼې، درملیز بوټي او هندواڼې صادروي.

بل لور ته، افغانستان له روسيې څخه لرګي، خام نخود او د لمرګل غوړي واردوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم له روسيې سره د سوداګريزو اړيکو پراختيا هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د کورنيو توليداتو پياوړتيا او د صادراتو زياتوالی د افغانستان د اقتصاد لپاره مهم دي.

د يادې خونې د مديره پلاوي مشر محمد ولي اميني ويلي، روسيه د افغانستان له مهمو اقتصادي او سوداګريزو شریکانو څخه ګرځېدلی شي او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې سوداګريزې اړيکې نورې هم پراخې کړي.

اقتصادي شنونکي وايي، په وروستيو کلونو کې د کابل او مسکو اړيکې يوازې سياسي او ډيپلوماتيکو برخو پورې محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې د سوداګرۍ، ټرانزيټ او اقتصادي همکاریو په برخو کې هم پراخوالی راغلی دی.

دوی زياتوي، که څه هم د سوداګرۍ زياتوالی د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه کېدو نښه ده، خو افغانستان ته اړينه ده چې خپل صادرات ډېر کړي، څو د سوداګرۍ توازن ښه او ملي اقتصاد پياوړی شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه