د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان تاڼې پولیسو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي او یو شمېر نورو کسانو پر ضد مقدمه ثبت کړې ده.
د پولیسو له لوري ثبت شوې ایف آی آر کې ویل شوي چې دغه مقدمه د عبدالغني خان زوی عبدالغفار خان په لیکلې غوښتنه درج شوې ده.
د مقدمې له مخې، د ګورنمنټ های سکول ګلستان په میدان کې یوې ولسي غونډې ته د محمود خان اڅکزي د وینا پر مهال شاوخوا ۶۵۰ تر ۷۰۰ کسانو ګډون کړی و.
پولیس ادعا کوي چې نوموړي په خپله وینا کې په بلوچستان کې د ناامنۍ پر زیاتېدو نیوکې کړې او موجود حکومت یې د امنیت په ټینګښت کې ناکام بللی دی. په ایف آی آر کې دا ادعا هم شوې چې هغه د پاکستان پوځ پر وړاندې د بدیل پوځ د جوړولو خبره کړې ده.
په مقدمه کې دا هم ویل شوي چې محمود خان اڅکزي خلکو ته د افغان مهره جوړېدو ترغیب ورکړی او د پاکستاني ادارو او ولس ترمنځ یې د کرکې او پارونې فضا رامنځته کړې ده.
د پولیسو په وینا، د غونډې پر مهال د عامه سړکونو تګ راتګ اغېزمن شوی او د لاؤډسپیکر له لارې د خلکو د راپارولو هڅه شوې ده.
پولیسو د پاکستان د جزا قانون د ۱۵۳، ۵۰۵، ۱۳۱، ۳۴۱، ۱۴۷ او ۱۴۹ مادو او د بلوچستان ساونډ سسټم ریګولېشن ایکټ ۲۰۱۶ له مخې مقدمه ثبت کړې ده.
د ګلستان پولیسو ویلي چې د پېښې د پلټنو مسؤلیت سب انسپکټر غلام محمد ته سپارل شوی او د قضیې اړوند نورې قانوني چارې روانې دي.
تر اوسه محمود خان اڅکزي یا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري د دغې مقدمې په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.


