لیک : نور اپريدے
د پښتنو د اصل نسل معامله دومره پيچيده ده چې د شليدلي کټ لنګه ده چې يو طرف ته ٸې راکاږې نو بل طرف ته سسته شوې وي ـ زما خو دومره عمر نه دے هم دغه درويشت کاله عمر لرم خو په دې کم عمر کښې چې ما د پښتنو په حقله هر څومره کتابونه ولوستل زه دغې يو نتيجې ته رارسم چې ټول په ټوله پښتانه د يو نسل نه يا د دې خاورې اولاد نه دے او هغه ځکه چې په پښتنو کښې داسې خلق شته چې د بهر نه راغلي دي او د اصل پښتنو سره ميشته شوي دي او د دې اصل پښتنو دود دستور ژبه او جغرافيه ٸې داسې خپل کړي چې اوس پرې دا شک هم نه شي کيدے چې دا خلق د بهر نه راغلي دي ـ
زما مطلب دے چې د پښتنو ډيرې قبيلې خو د دې خاورې خپل اولاد دے يعني د ادم نه تر دې دمه دلته په دې خاوره په دې جغرافيه کښې ابادې دي او د دې خبرې ثبوت زمونږ سره رګويد مهابهارت ، اويستا، او د هيروډوټس ، هيکاتي او سترابون ليکنې دي ـ خو په پښتنو کښې داسې قبيبې يا خلق هم شته چې هغه د بهر نه راغلي دي يعني د بني اسرائيلو نه چې د هغه ځاے نومونه ٸې د ځان سره راوړي دي بل دا هم کيدے شي چې د يونان نه هم ځنې خلق راغلي وي او د پښتنو سره ميشته شوي وي او د پښتنو هر څيز ې خپل کړے وي او نن ورته مونږ پښتانه وايو ـ بل داسې قبيلې به هم وي چې د ترکستان نه راغلي وي او د پښتنو سره ميشته وي او د دوي هر څيز ٸې خپل کړے وي ـ لکه مثال به يې زه د نن وخت قريشان ، اخونان، انصاريان ، سيدان درکړم چې په اصل نسل خو عرب دي او دا هر چاته پته هم ده خو د پښتنو سره ډېر وخت ميشته شول د پښتنو هر څيز ٸې خپل کړل او اوس ځان ته سوچه کره پښتانه واٸي ـ داسې دې پښتنو ته د بهر نه يعني د اسرائيلو ، يونانيانو ، ترکو، ايرانيانو ، او نورو قومونو نه خلق راغلي دي او ورسره اباد شوي دي او د پښتنو هر څيز ٸې خپل کړے دے او نن پکښې مونږ دا فرق نه شو کولے چې دا اسرائيلي نسل دے که ترک ، که يونانے ـ
زمونږ اکثر مورخين دا غلطي کوي چې ځنۍ وخت کښې ټول پښتانه په بني اسرائيلو يا په يونانيانو ، ترکيانو کښې ورواچوي ـ داسې بلکل نه ده ځکه چې پښتون قوم يو مستقل قوم دے چې ځان ته خپل روايات دود دستور او خپله ژبه او جغرافيه لري او د ادم نه تر دې دمه په دې خاوره اباد دے ـ کښې د بني اسرائيلو پکښې څه ښکاري نو هغه بني اسرائيل دلته راغلي دي او د دې پښتنو سره ميشته دي نو ځکه ـ يا که د ترکو يونانيانو پکښې کوم ترڅ ښکاري نو يونانيان د سکندر سره راغلي دي او د پښتنو سره ميشته دي نو د پښتنو نه به يې هم څه اخساي وي او پښتنو به ترې هم څه اخستي وي نه چې مونږ ټول پښتانه د يونانيانو پورې وتړو ـ داسې د ترکو خبره هم ده چونکۍ د پښتنو علاقه د ايشيا د ملا تير دے نو هر حمله پرې راځي او د پښتنو سره ښکرۍ مګي نو داسې ترک هم راغلي او په پښتنو کښې ضم شوي دي ـ
زما مقصد د دې دومره خبرو نه دا دے چې پښتون په اول سر کښې خالص وجود لرل خو رورو ورته د بهر نه خلق راغلل يعني اسرائيل ، يونانيان ، ترکيان ، او داسې نور قومونه او د پښتنو په دې معاشره کښې ٸې ځان ضم کړل او د پښتون نه ٸې يو قوم جوړ کړل ـ د دې نه پس بيا په پښتنو کښې ډېر نسلونه ګډون کوي چې پښتون يو قوم کيږي او نسل نه پاتې کيږي خو البته هغه دود دستور ژبه روايات هر څيز په دې راغلي خلقو باندې مني او دوي ٸې هم د زړه او ځان نه قبلوي ـ
بل که مونږ په پښتو ژبه کښې د فارسۍ څه الفاظ ګورو او زمونږ ځنۍ پوهان دا سوچ کوي چې پښتو ژبه د فارسۍ يوه لهجه ده نو داسې بلکل نه ده فارسي چونکۍ د علم و ادب ژبه پاتې شوې د حکومت ژبه پاتې شوې او زمونږ ملانو اديبانو شاعرانو او نورو پوهانو به فارسي زده کوله او بيا به يې روزمره کښې هم استعمالوله نو په په پښتو کښې چې د فارسۍ څه ښکاري نو وجه ٸې دغه ده ـ لکه که نن مونږ وګورو نو په پښتو کښې د انګرېزي دومره لفظونه رادننه شو چې اوس سل کاله پس به څوک دا بيلتون نه شي کولے چې دا لفظ د پښتو دے که د انګريزۍ يعني پښتو د انګريزۍ الفاظ داسې خپل کړل چې اوس پرې سړے دا ګومان کوي چې دا د پښتو خپل دي ـ نو اوس خو مونږ نه شو وٸيلے چې پښتو د انګريزۍ يوه لهجه ده ـ نو دغې پوهانو ته مې خواست دے چې پښتو ژبې هم د فارسۍ الفاظ اخستي او هم د عربۍ نو نه ده پکار چې مونږ ٸې د فارسۍ عربۍ لهجه وګڼو بلکښې دا ځان ته يوه مستقله ژبه ده چې ځان ته يو مستقل پښتو۔ قوم لري چې د زرونو کالو راسې د هندوکش او کوه سليمان خواشا کښې ژوند کوي۔ ـ


