ویب ډیسک
وسله والو طالبانو افغان خبریالانو او رسنیو ته خبرداری ورکړی،چې که بې طرفي ونه ساتي نو د دوی پر وړاندې د هر اقدام مسوولیت به د دوی پرخپله غاړه وي.
د طالبانو ویاند پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي،له څو ورځو را په دې خوا ځینۍ رسنۍ ، د دوی په ټکو، د حکومت په اشاره یو اړخیز نشرات کوي.
طالبانو ویلي، خبریالان دې خپله بې طرفي وساتي، کنه نو د راتلونکو اقداماتو مسئولیت به په خپله د رسنیو د مسئولینو او کارکونکو پر غاړه وي.


