یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران ، د افغان کډوالو د وضعيت د ارزونې لپاره په ځانګړو...

ایران ، د افغان کډوالو د وضعيت د ارزونې لپاره په ځانګړو پلانونو کار کوو

ویب ډیسک

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، هېواد یې د افغان کډوالو د تنظیم او سمون لپاره د ځانګړو تګلارو تر څنګ یو شمېر پلانونونه لري چې له همدې امله یې په پولو کې د پرتو ولایتونو اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې کړې ‌دي.

هغې زیاته کړه، د قانوني او غیرقانوني کډوالو ترمنځ توپیر شته او اوس‌مهال د افغان کډوالو حضور ارزول کېږي.

د اېرنا خبري اژانس راپور له مخې، د کډوالو مديريت دا مهال د ايران د کورنيو چارو وزارت د کاري لومړيتوبونو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ط.البانو حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير سيد عباس عراقچي سره هم د افغان کډوالو په تړاو لیدنه ترسره کړې.

مولوي امیرخان متقي ویلي، چې دوی ژمن دي چې خپلو کډوالو هېوادوالو ته په وطن کې د بيامېشتېدو زمېنه برابره کړي او له ايراني لوري يې هم وغوښتل، چې افغان کډوال په تدریجي ډول افغانستان ته ستانه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه