یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړیوال بانک په کابل کې خپل دفتر پرانیست

نړیوال بانک په کابل کې خپل دفتر پرانیست

ویب ډیسک

د افغانستان د مالیې وزارت نن (دوشنبه، مې ۱۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نړیوال بانک له استازو سره د دوامداره خبرو او اړیکو په پایله کې دغه بانک کابل کې خپل دفتر پرانیسته.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې نړیوال بانک اوس چمتو دی چې افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې عملي لړۍ هم پیل کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت په خبره، دغه بانک افغانستان کې له لوجستیکي او رغنیزو شرکتونو ۵۰ میلیون ډالره پوروړی دی او نن یې اړوند شرکتونو ته څه باندې ۱۰ میلیون ډالره پور ورکړ چې پاتې نور به دریو پړاونو کې د مالیې وزارت په همکارۍ ورکړل شي.

د افغانستان د مالیې وزارت خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د نړیوال بانک له لوري د پورونو ورکړې پروسې په پیلېدو سره به، پراختیايي پروژې له سره پیل او خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه