ویب ډیسک
د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، هېواد یې د افغان کډوالو د تنظیم او سمون لپاره د ځانګړو تګلارو تر څنګ یو شمېر پلانونونه لري چې له همدې امله یې په پولو کې د پرتو ولایتونو اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
هغې زیاته کړه، د قانوني او غیرقانوني کډوالو ترمنځ توپیر شته او اوسمهال د افغان کډوالو حضور ارزول کېږي.
د اېرنا خبري اژانس راپور له مخې، د کډوالو مديريت دا مهال د ايران د کورنيو چارو وزارت د کاري لومړيتوبونو څخه دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ط.البانو حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير سيد عباس عراقچي سره هم د افغان کډوالو په تړاو لیدنه ترسره کړې.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چې دوی ژمن دي چې خپلو کډوالو هېوادوالو ته په وطن کې د بيامېشتېدو زمېنه برابره کړي او له ايراني لوري يې هم وغوښتل، چې افغان کډوال په تدریجي ډول افغانستان ته ستانه کړي.


