ويب ډيسک
د افغان انجینر برهان الدین رباني په مشرۍ د شین طوطي شرکت له خوا د طوطي په نوم یو اپلیکېشن جوړ او پرلیکه شو.
د شنه طوطي شرکت د ټکنالوجۍ او نوښتونو برخې مرستیال وارث محمدي وایي چې، “طوطي اپلیکېشن د واټساپ، فسبوک او انسټاګرام اپلیکېشنونو ته ورته یو نړیوال او ټولنیز اپلیکېشن دی، چې د اړیکو لپاره کارول کېږي، خو په وینا یې، له دغه نورو اپلیکشنونو سره یې توپیر په دې کې دی چې، ټول معلومات او سیستم یې په افغانستان کې د افغاني انجنیر تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
هغه زیاتوي، “دا اپلیکېشن څه باندې ۱۳۳ رسمي ژبې یو بل ته ژباړي چې د هر ډول اړیکو نیولو، د پنځه جي بي خوندي ذخیرې، د والدینو له لوري د خپلو ماشومانو د کنټرولولو، له غږ څخه متن او له متن څخه غږ ته د بدلولو، د متن ژباړې، د ګروپ او چینل مدیریت او د پروګرام په دننه کې د خرڅلاو د ځانګړنو په درلودلو سره اړیکې یوه نوي پړاو ته ننباسي”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د یاد شرکت مسؤلین ستایلي او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړی.


