دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکمال خان بند ساتوونکو په کندز کې د کمال خان بند جام...

کمال خان بند ساتوونکو په کندز کې د کمال خان بند جام په خپل نوم کړ

ویب ډیسک
د کمال خان بند پرانېستې په ویاړ له کابل او کنړ وروسته نن په کندز ولایت او کندز کرکټ لوبغالي کې د دوو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې کمال خان بند ساتونکي لوبډلې د میرویس اشرف د غوره توپ وهنې پر مټ کمال خان بند جوړونکي لوبډلې ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، دوی د لوبې په ۱۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې ترسره کړې، چې د لوبډلمشر میرویس اشرف ۹۰ او قدیر هلال ۵۰ منډې د یادولو وړ دي،

د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې بیا عظیم ځدراڼ څلور، نبي الله مومند درې او عبدالولي یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې د یاد هدف د ترلاسه کېدو په موخه دویمه نیمایي کې په توپ وهنه پیل وکړ او د ټولو ویکټو له غورځېدو وروسته یې د لوبې په ۱۸.۵ اورونو کې ۱۰۸ منډې ترسره کړې او لوبه یې د ۶۸ منډو په توپير کمال خان بند ساتونکي لوبډلې ته بایلوده؛ د کمال خان بند جوړونکو لپاره په توپ وهنه کې محب ۲۸، خیرالله ۲۵ او خالد ۱۷ منډې جوړې کړې؛ په داسې حال کې چې د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې توپ اچونکو کې عبدالله درې، نورالله بلوچ دوه، ثنا الله، یوسف، خوشحال او روح الله عرب هر یو یوه، یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې لوبډلمشر میرویس اشرف د غوره توپ وهنې پر مټ د لوبې غوره لوبغاړي اعلان شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه