دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکجاوه يوه فولکوریکه او رومانوي استعاره

کجاوه يوه فولکوریکه او رومانوي استعاره

لیک : میر حسن اتل
کجاوه: کجاوه (کژاوه، ګزابه، کزاوه، کجابه) غالباً د پهلوي ژبې توری او وروسته پښتو، پارسي او يو شمېر نورو ژبو رااخستی او اوس مهال په دې ټولو ژبو کې په يوه معنا کارول کېږي، د پارسي ژبې نامتو قاموس (فرهنگ فارسی معین) ئې د بېلابېلو ږغو او معنا په برخه کې داسي ليکلي دي: ” کجاوه: [ ک َ وَ / وِ ] (اِ) کژاوه. گژابہ. کزابہ. کزاوه. قزاوه. قژاوه. کجابہ. کجبہ. کجوه، عماری، محمل یا پالکی” کجاوه له لرګيو او واښونو (رسيو) څخه سازه يوه داسي زانګو وي چي مقابل لورو ته دوه غبرګ انډي لري، کجاوه عموماً د اوښ، غوایه، خچر يا خره په شا د دې لپاره اېښول کېږي

چي د دوو کسانو د ناستي يا سامان اېښولو امکانات ولري، هغه وخت چي د موټرو او ګاډیو دود لا نه ؤ عام شوی او انسانان مجبور وو چي د پښو يا د څلور بولو په واسطه سفرونه وکړي

نو دغه وسيله (کجاوه) يو ډېر اهم سماجي ضرورت ګڼل کېده، هم دا وجه ده چي د زیاترو ختيځ مېشتو قامونو په فولکوري رواياتو په خصوص د واده په سندرو کې د کجاوې يادونه په يوه ځانګړي ډول او رومانوي انداز شوې ده،

هغه په دې چي د واده مهال به ئې ناوې هم د دې سماجي وسيلې په وسيله له يوه کلي څخه بل کلي يا له يوه کور څخه بل کور ته لېږدوله، نامتو فولکوریسټ ښاغلي ننګيالی بڅرکي په کتاب (د کندهار فولکور) کې په دې اړه يو ځای داسي ليکلي دي: “کجاوه پر اوښ باندې تيڼګه تړي او ناوې په کجاوه کې کښېنوي بیا اوښ ته حرکت ورکوي”

[مخ ۳۰م]….! په دې خاطر چي د ناوې پل بختور شي په خصوص هغه د نارينه اولاد له نعمت څخه برخمنه شي، پښتنو به د مقابل لوري په انډي کې يو ماشوم هلک هم ورسره کښېنولی. (۱). کجاوې هو شا ليلا ورو ورو ــــــ هو شا ليلا ورو ورو (۲). اوښ ولاړ زنګون تړلی ــــــ اوښ ولاړ زنګون تړلی او نورې

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه