دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکاپيسا ولايت کې د يو سيمه ييز خبريال لادرکه شوی

کاپيسا ولايت کې د يو سيمه ييز خبريال لادرکه شوی

ویب ډیسک

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو انجمن په کاپيسا ولايت کې د يو سيمه ييز خبريال د لادرکه کېدو خبر ورکړى دى٠

ياد انجمن د دوشنبې په ورځ جون ١٣ (غبرګولې ٢٣) ويلي چې د عبدالحنان محمدي په نوم سيمه ييز خبريال د تيرې ورځې سهار راپدېخوا د “حصه اول” ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ورک شوى دى٠

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو بنسټ وايي د ورک شوي خبريال د موندلو هڅې پيل کړي او له طالب چارواکو څخه يې غوښتي چې په دې اړه اقدامات وکړي٠

د طالبانو سيمه ييزو مسولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي٠

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه