دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په يوه بله لوبه کې...

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په يوه بله لوبه کې ماته ورکړه

ویب ډیسک

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په يوه بله شل اووریزه کې ماتې ورکړه او د دريو لوبو دا لړۍ یې وګټله.
د جون په دولسمه د زمبابوې په هرارې ښار کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ افغانستان وکړ او په مقررو ۲۰ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۷۰ رنزونه وکړل. زمبابوې ونه شو کړلی چې دا هدف پوره کړي.

دوی د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ټول ۱۴۹ رنزونه جوړ کړل او سیالي یې په ۲۱ رنزونه وبايلله.

نجیب الله ځدراڼ په ۴۶ بالونو ۵۷ رنزونه وکړل او فضل فاروقي په ۴ اوورونو کې ۱۹ رنزونه ورکړل او زمبابوې يو لوبغاړی یې اوټ کړ. فاروقي له دې وجې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د دې درې ۲۰ اووریزو سیاليو لومړۍ لوبه هم افغانستان ګټلې وه. درېيمه لوبه د جون په ۱۴مه کيږي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه