دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپکتيکا ولايت کې يو ځل بيا د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي٠

پکتيکا ولايت کې يو ځل بيا د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي٠

ويب ډیسک

د عيني شاهدانو له قوله په پکتيکا ولايت کې يو ځل بيا د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي٠
له سيمې يوه تن عيني شاهد خيرالله ذکي امريکا غږ ته وويل چې د زلزلې ياد ټکانونه تيره شپه او نن سهار په ځانګړي ډول په ګيان ولسوالۍ کې احساس شوي، خو چاته پکي زيان رسېدو راپور نه دى ورکړل شوى٠
بلخوا د سېلاب خيره بنسټ مشر سيد احمد سېلاب وايي چې د زلزلې له ويري ښځو، ماشومانو او نارينه وو له خپلو کورونو بهر شپه تيره کړه٠
د هغه په وينا د جوماتونو له لارې خلکو ته اعلان وشو چې له زلزلې څخه د خونديتوب لپاره له خپلو کورونو څخه ووزي٠
پکتيکا کې د زلزلې تازه ټکانونونه داسې مهال احساس کيږي چې لا هم په دغه ولايت کې د تيري چهارشنبې شپې سختې زلزلې له امله زيانمن شوو کسانو ته د مرستې رسولو او ژغورنې چارې روانې دي٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه