د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې درېیمه یو ورځنۍ (ون ډے) لوبه په څلورو وېکټو وګټله او د درې لوبو لړۍ یې د ۲-۱ په توپیر خپل نوم کړه.
دغه لوبه د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبغالي د ورو او د منډو لپاره د ستونزمنې ویکټې له امله دواړو لوبډلو د منډو په جوړولو کې له ستونزو سره مخ وې.
اسټرالیا لومړی توپوهنه وکړه، خو ټوله لوبډله یې په ۴۲ اورونو کې د ۱۵۷ منډو په جوړولو وسوځېده. د اسټرالیا لپاره لوبډلمشر او وېکټ ساتونکي جوش اینګلس تر ټولو زیاتې ۶۵ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې مارنس لابوشین او الېکس کېري ۱۹، ۱۹ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري لوبډلمشر شاهین شاه اپرېدي درې وېکټې واخیستې، او ابرار احمد او شاداب خان هر یوه دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
د ۱۵۸ منډو د هدف تعقیبولو پر مهال تمه کېده چې پاکستان به په اسانۍ بریا خپله کړي، خو د کوربه لوبډلې توپوهونکي هم د اسټرالیا د توپ اچوونکو پر وړاندې له ستونزو سره مخ شول.
بابر اعظم د پاکستان لپاره تر ټولو زیاتې ۴۰ منډې جوړې کړې، او معاذ صداقت ۲۷ منډې وکړې. پاکستان هغه مهال له فشار سره مخ شو چې په ۱۱۲ منډو یې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل.
خو شاداب خان او عبدالصمد په مهمې ملګرتیا سره لوبه د پاکستان په ګټه پای ته ورسوله او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د اسټرالیا له لوري مېتیو کونېمن درې وېکټې واخیستې.


