ويب ډیسک
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ مشرې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست امير خان متقي سره د نورو مساٸلو تر څنګ د اقتصادي وضعيت او بانکي سکتور په اړه خبري کړي٠
د بهرنيو چارو وزارت وايي، د يوناما د مشرې ديبرا لاينز امير خان متقي ته الماتا ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي او زياته کړې ده چې يوناما او امريکا نه غواړي چې د افغانستان بانکي سکتور کمزورى شي او په خبره يې پراته خنډونه بايد د خبرو له لارې هوار شي٠
د بيان له مخې امير خان متقي د اغلې لاينز سفر مثبت بللى او ويلي چې :”نوى حکومت له ټولو هغو نهادونو سره د همکارۍ پوره نيت لري چې د افغانستان د بهبود او ترقۍ لپاره هلې ځلې کوي٠”
يوناما تر دا مهاله ددغه ليدنې په اړه څه نه دي ويلي٠


