ویب ډیسک
نړیوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد په تدریجي او ورو ډول وده کوي، خو هممهاله د مالي فشارونو، پراخ سوداګریز کسر، او دوامدارې بې وزلۍ او د خوړو نه خوندیتوب له امله یې حالت ناڅرګند دی.
په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان نا خالص تولید دوه اعشاریه پنځه سلنه اټکل شوی چې د اقتصادي پراختیا دویم پرلپسې کال بلل کېږي. دغه وده تر ډېره د کرنې، کان کیندنې، ساختماني او سوداګرۍ چارو په برخو کې شوې ده.
په داسې حال کې چې دغه هېواد د تولید او خدمتونو، نامناسب سوداګریز چاپیریال، د صادراتو پر وړاندې دوامداره خنډونه، او د بهرنیو مرستو کمښت له امله ننګونو سره مخ دی. دغه راز د وارداتو زیاتوالي د سوداګرۍ کسر پراخ کړی او بهرني زیانونه یې لوړ کړي.
نړیوال بانک په خپل رپوټ کې چې د اپرېل پر ۲۳مه نېټه خپور شوی وايي، د نفوسو د چټکې ودې په عین وخت کې، د سړي سر عاید په ټپه ولاړ دی، بې وزلي او د خوراکي توکو نه خوندیتوب لا هم تر ټولو مهمې ننګونې بولي، چې د بې روزګارۍ او په اقتصادي برخه کې پر ښځو د محدودیتونو له امله لا سختې شوې دي.


