دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمنظور پښتون ،له باجوړ تر وزیرستانه حالت ډېر دردونکی دی،دې لپاره پښتانه...

منظور پښتون ،له باجوړ تر وزیرستانه حالت ډېر دردونکی دی،دې لپاره پښتانه باید يو شي

پښتو جرنل

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په خپل یوه خپور شوي بیان کې ویلي چې له وزیرستانه تر باجوړ پورې د دردناکو حالاتو، عامو خلکو وران کورونه، تباه او برباد خاندانونه، او آن تر دې چې د ماشومانو او مېرمنو د بې‌رحمۍ سره وژل  شوو  جنازې، دا ټول حالات دومره دردونکي دي چې انسان ته دا درد  د بیانولو لپاره لفظونه  هم کم پاتې شي ،  د دې کړنو لپاره  یوازې مؤثر عمل پرې مناسب غبرګون کېدای شي.

هغه وايي یوازې زباني څرګندونې، سیاسي تورونه یا یو بل ته ملامتیا ور اړول بسنه نه کوي، او نه هم دا د ستونزې بشپړ حل دی. د پښتون قوم لپاره په خپلمنځي اتفاق او همکارۍ ولاړ یو قوي پیغام او اغېزناک عملي ګامونه تر ټولو غوره انتخاب دي.

منظور پښتون زياتوي ،د سیمه‌ ییزو کچو د سولې هڅې که هر څومره مهمې وي، خو د پښتنو ګډې هڅې لا زیاتې اغېزناکې دي.
اوس د عمل وخت دی – د عمل لپاره دې ټول چمتو شي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه