ویب ډیسک
لندن کې مېشت افغان سیاسي پناهغوښتونکی احمد ملاخېل د نیونټن په ښار کې د ۱۲ کلنې نجلۍ د تښتونې او جنسي تېري په جرم مجرم وګرځول شو۔
د برتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، د وارک کراون محکمې ثابته کړه چې ملاخېل پر نجلۍ جنسي تېری کړی، هغه یې تښتولې او ناپاکه/فحش ویډیو یې هم جوړه کړې وه۔
ملاخېل به تر راتلونکې میاشت پورې، چې د سزا اورول کېږي، په بند کې پاتې شي۔ قاضي کرسټینا مونټګمري سي وویل چې د سزا تر بشپړېدو وروسته به ملاخېل له هېواده وشړل شي۔
برتانوي رسنیو دا هم ویلي چې په دې قضیه کې د ښکېلو کسانو تابعیت او د کډوالۍ حیثیت (امیګریشن اسټېټس) هم څرګند شوی دی۔
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د تېر کال د جولای په ۲۲مه رامنځته شوې وه، چې وروسته یې په نیونټن کې په پراخه کچه مظاهرې وشوې۔


