پښتو جرنل/ ويب ډیسک
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، چې د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو مسئله به د ديپلوماتیکو لارو څخه حل کړي
نوموړي همدارنګه رسنيو سره په خبرو کې زیاته کړې، چې دوی دغه مسئله د ا.ا چارواکو سره مطرح کړې ده او ځينې کسان غواړي چې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو تازه راپورته شوې مسایل لوی کړي.
بل لور ته د طالبانو د ملګري ملتونو نومانده استازي سهیل شاهین په ډیورنډ کرښې پیښې شوې پيښو ته عادي پېښې ګڼلې هغه د پاکستان یوه ټیليوېژني مرکه کې وويل چې دا دومره ستونزه نه ده ډیر زر به دا له پاکستان سره په خبرې وکړي – هغه زیاته کړه چې موږ له ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيکې غواړو او دا د ټولو په ګټه ده.
د یادونې وړ ده چې د تېرو څو اونیو راهیسې په بېلابېلو پېښو کې د ا.ا ځواکونو پاکستانی لوری د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو څخه منع کړي دي.


