ويب ډیسک
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې د ځايي وخت مطابق د مې د ۱۱مې نېټې په سهار د الجزیره ټیليويژن یوه خبریاله د غربي پټۍ په جنین ښارګوټي کې د اسراییلي چاپې پرمهال په ډزو وژل شوې ده. دغې خبریالې هغه مهال رپورټنګ کاوه.
شیرین ابو اکلیح، چې د عربي ژبې چینل لپاره مشهوره فلسطینۍ ښځینه خبریاله وه، پر ډزو ولګېده چې لږ وروسته یې ساه ورکړه.
یو بل فلسطینی خبریال چې په بیت المقدس کې د القدس ورځپاڼې لپاره کار کوي، د اسراییلو د چاپې پر مهال ټپي شوی خو وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
قطر مېشتې رسنۍ الجزیره پر اسراییلو تور پورې کړی دی. بل پلو، د اسراييلو د بهرنيو چارو وزير ياير لاپيد د یادې خبريالې پر مړينه خواشيني څرګنده کړې، نوموړي ویلي چې فلسطيني انتظامیې ته يې د خبريالې د مړينې په اړه د ګډو پلټنو وړانديز کړی دی.
ياير لاپيد پر ټویټر په بیان کې وویل چې “خبریالان باید د جګړې په سیمو کې خوندي شي او موږ ټول ذمه واري لرو چې حقیقت ته ورسیږو.”


