ویب ډیسک
د طالبانو د المپیک کمیټه وایي د افغانستان د ویلچیر باسکیټبال ۱۲ لوبغاړې له یوه څلور کسیزه پلاوي سره یو ځای په ټایلنډ کې په لوبو کې د ګډون له پاره هغه هیواد ته تللې. په دې لوبو کې به د افغانستان په ګډون د استرالیا، ایران، مالیزیا، کوریا، سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، عراق او فلیپین هيوادونو وېلچر باسکټال لوبډلې برخه لري.
د طالبانو د المپیک کمیټې چارواکي وایي سږ کال د معلولو باسکټبال لوبډلې مالي لګښت د سرې میاشتې نړیوال بنسټ پر غاړه اخیستی. تېر کال په دغو سیالیو کې افغانستان اووم ځای خپل کړی ؤ.


