یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍفلسطین : د الجزیره ټیليويژن یوه خبریاله وژل شوې

فلسطین : د الجزیره ټیليويژن یوه خبریاله وژل شوې

ويب ډیسک

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې د ځايي وخت مطابق د مې د ۱۱مې نېټې په سهار د الجزیره ټیليويژن یوه خبریاله د غربي پټۍ په جنین ښارګوټي کې د اسراییلي چاپې پرمهال په ډزو وژل شوې ده. دغې خبریالې هغه مهال رپورټنګ کاوه.

 

شیرین ابو اکلیح، چې د عربي ژبې چینل لپاره مشهوره فلسطینۍ ښځینه خبریاله وه، پر ډزو ولګېده چې لږ وروسته یې ساه ورکړه.

 

یو بل فلسطینی خبریال چې په بیت المقدس کې د القدس ورځپاڼې لپاره کار کوي، د اسراییلو د چاپې پر مهال ټپي شوی خو وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

 

قطر مېشتې رسنۍ الجزیره پر اسراییلو تور پورې کړی دی. بل پلو، د اسراييلو د بهرنيو چارو وزير ياير لاپيد د یادې خبريالې پر مړينه خواشيني څرګنده کړې، نوموړي ویلي چې فلسطيني انتظامیې ته يې د خبريالې د مړينې په اړه د ګډو پلټنو وړانديز کړی دی.

 

ياير لاپيد پر ټویټر په بیان کې وویل چې “خبریالان باید د جګړې په سیمو کې خوندي شي او موږ ټول ذمه واري لرو چې حقیقت ته ورسیږو.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه