دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفرانسې او هند په افغانستان کې پر بشري وضعیت او د بشري...

فرانسې او هند په افغانستان کې پر بشري وضعیت او د بشري حقونو پر سرغړونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

ويب ډیسک

 

د مې پر څلورمه په پاریس کې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل میکرون او هندي وزيراعظم نرېندرا مودي ترمینځ تر ملاقات وروسته په ګډ بیان کې د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان کلک ملاتړ څرګند شوی دی.

 

دوی ټيڼګار کړی چې د افغانستان له خاورې څخه د نړۍ نورو برخو ته د ترهګرۍ خپرېدل باید هېڅ و نه زغمل شي.

 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په بیا بیا ويلي چې د افغانستان ځمکه به د هېڅ يوه هېواد پرضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

 

له بیان سره سم، هند او فرانسې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو ترڅنګ د ښځو، نجونو او لږکيو د حقونو د درناوي غوښتنه کړې ده. دا هغه مهمې غوښتنې دي چې نړیوال یې د طالبانو د حکومت په رسمیت د پېژندلو لپاره وړاندې کوي.

 

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه