دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعلي وزیر اډياله زندان ته لیږدول شوی

علي وزیر اډياله زندان ته لیږدول شوی

ويب ډيسک

پاکستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پرېکړې له مخې، د پښتون ژغورنې مخکښ غړی، علي وزیر اډياله زندان ولېږل شو.

د بي بي سي راپور له مخې، د علي وزیر د محاکمې پر مهال د موټر ټکر پېښه کې د هغه ضمانت منل شوی خو په یوه بله پېښه کې د تورن کېدو له کبله د لا څيړنې په موخه زندان ته استول شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا مشر د تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د پولیسو په توقیف خونه کې و.

د محاکمې پر مهال د اسلام اباد پولیسو نن یو ځل بیا په توقیف خونه کې د هغه د ساتلو غوښتنه وکړه خو محکمې یې غوښتنه رد کړه او پر ځای یې زندان ته د علي وزیر د لېږلو پرېکړه وکړه.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پېژندل شوی غړی او د دغه هېواد په قامي ‌اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان د خلکو مخکینی استازی علي ‌وزیر د روانې اګست میاشتې په دویمه نېټه د اسلام اباد یوه روغتون کې ونیول شو، وروسته پولیسو وویل چې په نوموړي درې رنګا رنګ قضیې ثبت دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد مشر له دې وړاندې تېر کال فبرورۍ میاشت کې د پاکستاني پولیسو له دوه کلن زندان وروسته خوشې شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه