دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعبدالله عبدالله وايي ،افغانستان له احتمالي اقتصادي ناورین سره مخ دی.

عبدالله عبدالله وايي ،افغانستان له احتمالي اقتصادي ناورین سره مخ دی.

ويب ډیسک

د جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د کوچني اختر مبارکۍ په ترڅ کې د هېواد اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

ښاغلي عبدالله ویلي، د هېواد اقتصاد په ټیټېدو او د خوراکي توکو د بیو په لوړېدو سره زموږ زیات شمېر هېوادوال په فقر او بېکارۍ کې ژوند کوي او افغانستان له احتمالي اقتصادي ناورین سره مخ دی.

هغه زیاته کړې، چې موږ له نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو هیله لرو چې د افغانانو سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه راز ویلي، هېواد کې د شته ننګونو او ستونزو د هواري لپاره اړینه ده چې د افغانستان د اکثریت خلکو اساسي غوښتنې لکه د ټولنیز عدالت تامین، د وګړو اساسي حقونو ته درناوی، د خلکو ګډون او د نجونو د تحصیل او کار حقونو ته پاملرنه وشي، ترڅو افغانستان د تل پاتې ټولنیز او اقتصادي ثبات په لور حرکت وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه