دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسپین بولدک کې بم چاودنه شوې چې پکې د یو ملکي وګړي...

سپین بولدک کې بم چاودنه شوې چې پکې د یو ملکي وګړي په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

ويب ډیسک

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې پکې د یو ملکي وګړي په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

 

د طالبانو د حکومت یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، پېښه د جون پر نهمه د طالبانو د ګزمې پر مهال شوې چې پکې پینځه طالبان او یو ولسي وګړی ووژل شول. ده وویل، په پېښه کې د طالبانو یو وسله وال ژوبل شوی هم دی.

 

چارواکی زیاتوي چې دا د یوه پخواني ماین چاودنه وه.

 

اخوا پژواک خبري اژانس د سپین بولدک د امنیه قوماندان محمد هاشم محمود له خولې ویلي دي چې څلور طالبان او یو ولسي وګړی د چاودنې په ځای کې مړه شوي ول. د ده په خبره، پینځم طالب سرتېري په روغتون کې سا ورکړه.

 

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغوی پر ګزمو د ځمکلاندې او رېموټ کنټرول بمونو یوشمېر بریدونه شوي دي.

 

د اپرېل پر ۲۱مه د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د طالبانو یو رېنجر موټر د سړک غاړې بم ښکار شو چې پکې له معلوماتو سره سم، څلور طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی وو خو د طالبانو حکومتي چارواکو دا مرګ ژوبله نه وه تایید کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه