ویب ډیسک
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته ځي.
پاکستاني رسنۍ وایي،ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد نن دوشنبه له دوحې وروسته اسلام اباد ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به د افغان سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.
خلیلزاد له دې وړاندې په کابل او دوحه کې له افغان چارواکو او طالب استازو سره د سولې نوې طرح شریکه کړې ده او ویل کیږي ممکن له پاکستاني چارواکو سره هم په دې اړه خبرې وکړي.
زلمي خلیلزاد اسلام آباد ته ځي
اړه لرونکي ليکني


