ویب ډیسک
جمهوررئیس د امن او ثبات کنفرانس کې: افغان حکومت ژمن دی روان ناورین په اساسي ډول پایته ورسوي
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د امن او ثبات سیمه ییز کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې جوړ شوي وو او له خېبرپښتونخوا او سویلي پښتونخوا څخه د عوامي ملي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر مشرانو او مېرمنو پکې ګډون کړی وو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وویل، په کنفرانس کې پر دې بحث وشو چې د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته جګړه څه ډول پایته ورسېږي او ولسونه په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.
ورپسې د عوامي ملي ګوند غړي غلام احمد بلور د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته جګړې ته په اشارې وویل، دغه جګړه اسلامي او مذهبي اساس نه لري او یوازې د افغانانو د پرمختګ، ارام ژوند او سوکالۍ پر ضد روانه ده.
غلام احمد بلور وویل، د افغانستان د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره دې د حکومت په کچه له ګاونډیو او د سیمې هیوادونو سره دوامداره خبرې وشي او ټینګار یې وکړ، تر هغو چې په اساسي ډول د وسله والو د تجهیز او تمویل مخه ونه نیول شي، جګړه پایته نشي رسېدای.
همداراز د سویلي پښتونخوا متنفذ عبدالمجید ملک پخپلو خبرو کې د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د امن او ثبات لپاره د اغېزناکو هڅو پر دوام او د ټوپک پر ځای زده کړو ته د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته د امن او ثبات لپاره د پښتونخوا مشرانو او پښتون ژغورنې غورځنګ هڅې او قربانۍ وستایلې وې ویل، د افغانستان حکومت ژمن دی روان ناورین په اساسي ډول پایته ورسوي.
د هیواد جمهوررئیس د سولې پروسې ته په اشارې وویل، پاکستان باید دغه نااعلان شوې جګړه پایته ورسوي او ازاد، مستقل او ډیموکراتیک افغانستان ومني.
جمهوررئیس د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو ولسونو په ژوند کې د اساسي تغییراتو لپاره د سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ وې ویل، د دواړو غاړو سوداګر دې ګډه ترانسپورټي کمپنۍ جوړه کړي او موږ ورسره بشپړه همکاري کوو.
جمهوررئیس د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د مشهور پښتون فلسفي شاعر غني خان د مقبرې د اساسي بیارغاونې لپاره هڅې پیل کړي.
د غونډې په پای کې د امن او ثبات سیمه ییز کنفرانس پرېکړه لیک ولوستل شو چې پکې په ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ پر زیاتوالي او افغان سولې څخه چې پکې اساسي قانون، د ښځو او لږکیو حقوقو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي وي، ملاتړ وشي


