دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزابل ولایت کې د کولرا ناروغۍ څه باندې ۳زره پېښې ثبت شوي...

زابل ولایت کې د کولرا ناروغۍ څه باندې ۳زره پېښې ثبت شوي دي

ويب ډیسک

په زابل ولایت کې کولرا ته ورته ناروغۍ زیاتوالی
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، د تیرو دوو میاشتو راپدېخوا په دغه ولایت کې د کولرا ناروغۍ څه باندې ۳زره پېښې ثبت شوي دي.

د دوی په وینا په دغه موده کې په کولرا یا (نس ناستي) اخته پنځه ناروغان هم مړه شوي دي.

د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست پر خپل فیسبوک پانه لیکلي چې دوی د دغه ولایت په لیري پرتو ولسوالیو کې په کولران ناروغۍ اخته کسانو ته د درملو او روغتیايي موادو د انتقال بهیر پيل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په دوو نورو جنوبي ولایتونو هلمند او کندهار کې هم د کولرا یا نس ناستې ناروغۍ پېښو ثبتېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د هوا تودوخه او ناپاکې اوبه په کولرا ناروغۍ د اخته کېدو اساسي لاملونه بلل کیږي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه