دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروغتیا نړیوال سازمان د کوروناویروس نوې بڼه خطرناکه بللې

روغتیا نړیوال سازمان د کوروناویروس نوې بڼه خطرناکه بللې

ويب ډیسک

د روغتیا نړیوال سازمان وايي مشورتي ډله یې په دې نتيجه رسېدلې ده چې د کورونا ویرس نوی شکل چې څو بڼې لري، بايد د اندېښنې وړ وګرځول شي.

 

د نومبر پر ۲۶مه اعلان موندنې په ډاګه کوي چې د بي یو- یو- ۵۲۹ په نامه د کورونا وایرس دا نوې بڼه په لومړي ځل په جنوبي افریقا کې موندل شوې ده.

 

د روغتیال نړیوال سازمان وايي، ښايي دا نوې بڼه د کورونا وبا اوسنی حالت نور هم خراب کړي.

 

په کورونا وبا تراوسه په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۲۶۰ میلیونه کسان اخته شوي او له پنځه میلیونه زیات یې وژلي دي.

 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کورونا نوې بڼه چې د ” اومېکرون” نوم به ورکړل شي، د لومړنیو شواهدو له مخې د کورونا د پخوانیو قسمونو پرتله په دې وايرس کې د بيا لګېدو خطره ډېره ده.

 

د اروپايي ټولنې ۲۷ غړو او یوشمېر نورو هېوادونو د نومبر په ۲۶مه د افریقا له جنوب څخه پر هوايي سفر بنديزونه ولګول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه