ويب ډیسک
د تاجيکستان لپاره د روسيې سفير وايي، امريکا او نړيوالو ځواکونو داسې هېواد شاه ته پرېښود چې اوس د نړيوالو ترهګرو په مرکز اوښتی دی.
سميون ګريګوريف ويلي، ترهګر د افغانستان او تاجيکستان پولې ته نږدې ځای پر ځای شوي او د ناټو د غړو او ټولو هېوادونو امنيت ګواښي.
تاجيکستان کې د روسيې سفير دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO) مشر آناتولي سيدوروف افغانستان کې د داعش جنګياليو د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړ.
آناتولي سيدوروف ويلي، افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د جنګياليو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې له دې ډلې يې ۴ زره د افغانستان او تاجيکستان پولې ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم څو ورځې وړاندې د طالبانو له حکومتولۍ نهیلي ښودلې او ویلي يې ؤ، طالبانو د حکومت اداره کول نه دي زده کړي او له خپلو تېروتنو يې درس نه دی اخیستی.
د روسي چارواکو دغو څرګندونو ته تر دې دمه طالبانو ظاهراً څه غبرګون نه دی ښودلی.


