ويب ډیسک
پاکستاني شنونکي او د طالبانو په اړه د څو کتابونو لیکوال احمد رشید ویلي، د طالبانو له مشر هیبتالله اخوند او د هغه له کندهاري ملاتړو د بدلون تمه نه شي کېدای.
نوموړي اسوشټېډ پرېس سره مرکه کې د طالبانو په لیکو کې د «هر ډول بغاوت» په اړه شک ښودلی، خو ویلې یې دي د طالبانو په مشرانو کې چې څوک د حکومتولۍ له ستونزو سره مخ دي، «هغوی پوهېږي چې په دې توګه مخ ته نه شي تللی».
احمد رشید دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سراجالدین حقاني په شمول ځينو طالب لوړپوړو چارواکو خپلو وروستیو څرګندونو کې له روان وضعیته نارضایتي ښودلې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني خوست ولایت ته خپل سفر کې ویلي ؤ، چې روان وضعیت د زغم وړ نه دی.
تر دې وړاندې د امريکا متحده ایالاتو د سفارت شارزدافېرې کرن ډېکر هم په یوه ټویټ کې د طالبانو کندهاري مشران د نجونو د تعلیم د مخنیوي مسؤل بللي ؤ.


