دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

رانجه………!

لیک: میرحسن اتل
“سترګي به هر چا تورولې
په دې دله مالت کې زه په ګوته شومه”
نور نومونه: رانجه (پښتو)، کهل، بلوو (عبراني)، کحل (عربي)، سنګ سرمه (پارسي)، سرمه (ترکي)، سرمه او کاجل (اردو)، سليټي (پنجابي)، کاجول (ګجراتي)، Antimony-stone (انګليسي).
“راشه ائينه رانجه دي واخله
نه دي یاري کړم نه دي سترګې توره وم”

رانجه چي د سټېب نايټ (S2S3) نومي ډبرې له مېده کولو (پوډر) څخه ترلاسه کېږي د سترګو د ناروغیو د دارو او سينګارتوکي په توګه کارېدونکې يوه ډېره لرغونې ماده ده، په بابل،طب نبوي او يو شمېر نورو لرغونو اثارو کې په وار وار ذکر راغلی دی:
“يو ځلي بياپه دې کوڅو کې بنجاريه راشه
ماته رانجه ماته بنگري ماته سندرې راوړه” (کاکاخېل)

د (حدود العالم) مولف هم په خپل تاليف کې د هغو ټولو ځايونو او غرونو ذکر کړی دی چيري چي دا ماده موندل موندل کېږي، مثلاً د ګوزګانان (اوسنی شمالي افغانستان) ولايت د رنجو د کانونو ذکر ئې داسي کړی دی:
“In this kingdom (Padhshahi) (i.e. Guzganan) small districts are numerous. In it there grew a tree from which whips are made. In its mountains there are mines of gold, silver, iron, lead (surb), copper, antimony-stone (sang-i surma) and different kinds of oxides (zag-ha-yi gunagun). “

په رنجو د سترګو سينګارول يا له رنجو څخه خالونه اېښول که څه هم د نړۍ په يو شمېر نورو قامونو هم رواج ؤ او دی خو وئيل کېږي چي د دې سينګار توکي تر ټولو زياته کارونه به ارين قبائيلو کوله، د هغو نر ښځو به په ګډه د خوشاليو پر ځانګړو مواقعو په رنجو سترګې تورولې، ښځو په خصوص پېغلو به د سترګو له تورولو سره سره د رنجو خالونه هم اېښول:
“خدائ بۀ مي بيا د کلي خان کړي
تاله رانجه بۀ د ډيلي ښاره راوړمه”

دا ډول نارينه وګړو به هم کوشش کولی چي خپلې رنجولنې هر وخت له رنجو څخه ډکي وساتي، او چي کله هم موقع په لاس ورشي نو خپلې سترګي سلائي او د خلګو په ځانګړي ډول د ښځینه وکړو توجو ځانونه ته جلب کړي:
“ستـــــا د سترګـــــو و سینګار ته، ستا د زلفو و هر تار ته
کاشکي زماسترګي رانجه سي،کاشکي زما باڼه شانه سي”
(عطايي ملا)
بلکې په يادو قبائيلو کې د رنجو د کارونې لړۍ نن هم دوام لري، هم دا وجه ده چپ په پښتو شاعري کې هم د دې لرغوني سينګار توکي استعاره پرون هم زیاته کارول شوې ده او نن هم کارول کېږي:
“په سترګو پورې کړه رانجه د مینې
هر چا ته ګوره په کاته د مينې (هاشم) “

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه