دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدوستم وايي ،چې د جنګ او تاوتریخوالي پلوي نه دی، خو که...

دوستم وايي ،چې د جنګ او تاوتریخوالي پلوي نه دی، خو که بل انتخاب پاتې نه شي، نو دا ځل به د جنګ مسئول دوي نه يي

ويب ډیسک

‏د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د لوی اختر په مناسبت پیغام کې وایي، چې د جنګ او تاوتریخوالي پلوي نه دی، خو که بل انتخاب پاتې نه شي، نو دا ځل به د جنګ او وینې توېدو مسؤل دوی نه وي.

هغه همدارنګه زیاته کړې، چې تحمیل شوي حکومتونه ژر وي که ځنډ سقوط کوي او پر ت.البانو یې غږ کړی، چې له عقل کار واخلي، جهالت او پر تاوتریخوالي ټينګار دې پرېږدي او خبرو اترو ته دې حاضر شي چې د ستونزو د حل لپاره منطقي او اصولي حل‌لاره وموندل شي.

دوستم ټینګار کوي، چې د هېواد برخلیک دې د ولس د ارادې پر اساس وټاکل شي او همدا یې د سولې د تأمین، ورورلۍ او مشروع او قانوني نظام رامنځته کېدو یوازینۍ لاره بللې ده.

‎#Eid2023 ‎#Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه