دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدره آدم خیل :ډبرو سکرو د يوه کان د ملکيت پر سر...

دره آدم خیل :ډبرو سکرو د يوه کان د ملکيت پر سر شخړه کې ۱۶ تنه وژل شوي.

ويب ډیسک

د پاکستان شمال لويدېځ په دره آدم خېل  کې د دوو قومونو ترمنځ د ډبرو سکرو د يوه کان د ملکيت پر سر شخړه کې ۱۶ تنه وژل شوي او درې تنه ټپيان دي.

د راپورونو له مخې ياده پېښه تېره ورځ (د مې ۱۵مه) په نيمه قبايلي سيمه “دره آدم خېل” کې شوې ده.

ځايي چارواکو ويلي، د دغو دوو قومونو استازي تېره ورځ د لانجې د هوارۍ لپاره راټول شوي ؤ، خو د ستونزې د حل پر ځای نښته رامنځته شوې او ياد شمېر کسان وژل شوي دي.

#Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه