دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهداعش او القاعده بېرته افغانستان ته تللي

داعش او القاعده بېرته افغانستان ته تللي

ويب ډیسک

د امریکا د کانګرس غړي مایکل والټز له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو سره موږ پوهېږو چې دغه ډله بېرته افغانستان ته ستنه شوې ده.

والټر وویل: “په کانګرس کې زموږ استخباراتي ټولنه موږ ته په ښکاره ډول وايي چې داعش او القاعده بېرته افغانستان ته ستانه شوي او دوی پلان لري چې بیا پر لویدیځ برید وکړي.”

هغه زیاته کړه، چې که څه هم دا ډلې د پرمختګ په حال کې دي خو د مخنیوي لپاره یې له سپینې ماڼۍ کوم اغېزمن پلان نه دی لیدل شوی.

د امريکا کانګرس غړي د بي بي سي د خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو اوس له سپينې ماڼۍ څه غواړي چې ویې وکړي، وويل چې د اډې د لرلو لپاره بايد د سيمې له هېوادونو سره اړيکې ونيسو. موږ د افغانستان په ګډون په هېڅ ګاونډي هېواد کې اډه نه لرو او باید د بګرام د بېرته نیولو پلان ولرو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه