یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخیبر : پولیسو د افغانستان او پاکستان په لوې لارې چیک پوسټونه...

خیبر : پولیسو د افغانستان او پاکستان په لوې لارې چیک پوسټونه خالي کړي

ويب ډیسک

پاکستاني ورځ پاڼې خبر ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د پاکستان او افغانستان لویې لاره کې یې د پاکستان پولیسو چیک پوسټونه ړنګ کړې دي.

د راپور له مخې پولیسو د خیبر قبایلي ضلع خیبر پښتونخوا د پاک افغان لویې لارې په اوږدو کې له خپلو چیک پوسټونو ټول پولیس ایستلي دي.

د ټرانسپورټرز یونین لنډي کوتل صدر حاجي شاکر افریدي الزام لګولی چې د پولی نه وتلو پس په تجارانو، عام اولس او په خصوصي توګه ټرانسپورټرانو کې د بدامنۍ احساس زیات شي.

«دا یوه نړیواله لویه لاره ده. د لویې لارې په اوږدو کې اته چیک پوسټونه دي چې پخوا ښه جوړ شوي وو خو څو ورځې وړاندې د ضلعي پولیس افسر (ډي پي او) وسیم ریاض د نامعلومو وجوهاتو له امله د ټولو پوستو د خالي کولو امر کړی و.»
هغه زیاتوي چې پولیس یې له چیک پوسټو څخه لرې کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه