دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيخان عبدالغفار خان څنګه "باچا خان" شو؟

خان عبدالغفار خان څنګه “باچا خان” شو؟

خان عبدالغفار خان څنګه “باچا خان” شو؟
خدايي خدمتګار تحريک څنګه رامنځ ته شو؟
پر باچا خان چا او ولې د دجال ټاپه ولګول؟
انجمن اصلاح الافاغنه او ازادې مدرسې څنګه جوړې شوې؟

لیکوال: احمد شا عظمي

 

د خدايي خدمتګار تحريک بنسټګر او د عدم تشدد مبارز عبدالغفار خان په ولس کې د خپل اصل نوم په مقابل کې په “باچا خان” زيات شهرت لري. دا چې نوموړی له کله راهيسې په باچا خان ونومول شو، په دې اړه هغه په خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کې د ۱۹۱۹ز کال يوه پېښه بيانوي:
“يوه شپه پر کور ډوډۍ خوړلو ته ناست وم چې د ډول اواز مې تر غوږ شو. ډنډورچي له ډول سره دا ډنډوره هم غږوله چې سبا به د حاجي صاحب په جومات (عيد ګاه) کې د “رولېټ اېکټ” خلاف جلسه وي. په دې پوه نه شوم چې د جلسې انتظام چا کړی دی. چې سهار شو نو له چای څښلو وروسته د حاجي صاحب جومات ته روان شو.
د کلي خلکو د جلسې نوم نه وو اورېدلی. دا ورته يو عجيبه څيز ښکارېدو، خو ډېر خلک ور روان ول. له تحقيق وروسته راته معلومه شوه چې د جلسې اعلان زموږ د کلي يو خان “محمد اکرم خان” کړی وو. هغه وخت دا هم راته معلومه شوه چې د خان او يو پوليس افسر ترمنځ څه خبره سره اوښتې وه او خان د هغه له ضده د جلسې اعلان کړی وو.”
باچا خان، چې هغه وخت ۲۹ کلن وو، پرمخ ليکي، چې د قدرت کارونه هم له حکمت څخه خالي نه وي ځکه د اکرم خان لخوا د جلسې اعلان کول ډېره نادره خبره وه.
“د جلسې په ورځ موږ وليدل چې اکرم خان پخپله جلسې ته نه وو راغلی. وروسته معلومه شوه چې هغه د جلسې پر وخت د مردان د اسسټنټ کميشنر ګريفټ صاحب ليدو ته تللی وو. دې جلسې ته د کلي زياتره لوی خانان او مُلايان راغلي ول.
زه راپاڅېدم او خلکو ته مې وويل چې په دغه شان جلسو کې د صدارت ضرورت وي او يو مشر سړی بايد د دې جلسې “صدر” وټاکل شي. خلکو وويل چې ته صدر شوې. ما وويل چې یو مشر سړی به صدر کړو، خو دوی ټينګ شول او زه يې صدر کړم. عام خلک خو د “صدر” په معنا نه پوهېدل. هغوی چې له جلسې څخه ستانه شول نو دا خبره يې خوره کړه چې ګوندې زه د پښتنو “باچا” شوم.”
يادونه: انګرېز واکمنانو په ۱۹۱۹ز کال کې په هندوستان کې د “رولېټ اېکټ Rowlatt Act” په نوم د يوه نوي قانون پلي کولو منظوري ورکړه چې له مخې يې خلک بې له څه ډول محاکمې يا عدالتي کارروايي د شک پر بنياد زنداني کېدلای شوای او د يوشمېر سياسي قضيو فيصله له عدالتونو بهر کېدلای شوای. هغه وخت په ټول هندوستان کې د دې قانون پرضد پراخ احتجاجونه او جلسې پيل شوې. انګرېز واکمنانو هم په غبرګون کې يوشمېر خلک ووژل او ژوبل کړل او يوشمېر نور يې بيا زندانونو ته ولېږل.

خدايي خدمتګار تحريک څنګه رامنځ ته شو؟

باچا خان په خپل ژوند ليک “زما ژوند او جدوجهد” کې ليکي چې د ۱۹۲۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې په لاهور کې د کانګرس کلنۍ غونډه وه. د هغه په وينا، لاهور صوبه سرحد (اوسنۍ خيبر پښتونخوا) ته ډېر نېږدې و، نو ډېر خلک د دې جلسې ليدو ته ورغلل.
“په جلسه کې ځوانان خو پرېږده، د هندوانو جينکۍ هم د وطن د ازادۍ او خدمت لپاره ملاتړلې ولاړې وې. که څه هم موږ په کانګرس کې نه وو او په خلافت کې وو خو دې جلسې پر موږ ځوانانو ډېر ښه اثر وکړ.”
باچا خان پرمخ ليکي، کله چې له لاهور څخه بېرته راغلل نو په اتمانزو کې يې يوه لويه جلسه وکړه.
“زه په جلسه کې راپاڅېدم او خلکو ته مې وويل چې تاسو خو اوده (بيده) ياست. د هندوانو سړي خو پرېږده، ښځې يې هم رابيداره شوي او د وطن د ازادۍ لپاره مبارزه کوي. تاسو خو لږ دې لمر خاته ته وګورئ، څومره لوی سېلاب را روان دی او سېلابونه همېشه اوده قومونه وړي. پاڅئ، ويښ شئ او ملا وتړئ. هندوان پيرنګي ته وايي چې تاسو موږ په زوره نيولي يو، اوس چې موږ پوه شو او متفق شو نو خپل وطن درنه اخلو، دا زموږ وطن دی او موږ به حکومت ورباندې کوو. نو اې پښتنو! تاسو ته وايم، تاسو به تر څو د غلامۍ او پټي توب ژوند تېروئ؟ که تاسو هم ځان د دې وطن مالکان ګڼئ نو پاڅئ او ملا وتړئ او دا خپل وطن خپل کړئ.”
نوموړی زياتوي چې د هغه وينا هلته پر ناستو پښتنو ډېر ښه اثر وکړ.
“د شپې زموږ د کلي محمد اکبر خان، سرفراز خان، حجاب ګل او يو څو نور هلکان زما د ليدو لپاره زموږ حجرې (مېلمستون) ته راغلل او زما سره يې د يو جماعت (ګوند) جوړولو مشوره وکړه. ما هغوی په ښه شان پوه کړل چې دا لوبې ټوکې نه دي، دا ډېر ګران کار دی او په دې لاره کې ډېر اغزي دي، پر تاسو به زما وينا ډېر اثر کړی وي خو لاړ شئ، پر دې معامله ښه غور او فکر وکړئ.
هغوی بله شپه بيا راغلل. ما ورته ويل چې ستاسو په ذهن کې لا اوس هم زما تقرير ناست دی. تاسو د دنيا تاريخ وګورئ. په دنيا کې چې څوک د خدای د مخلوق د خدمت لپاره راپاڅېدلي دي، نو پر هغوی مصيبتونه او تکليفونه راغلي دي. تاسو بيا په دريم ځل په دې اړه ښه غور او فکر وکړئ.
هغوی چې په درېيمه شپه راغلل نو راته يې وويل چې موږ د خپل قوم او وطن د خدمت لپاره هر ډول قربانيو ته تيار يو. نو بيا کېناستو او پر دې خبره مو غور وکړ چې د دې نوي جماعت نوم به څه وي؟ زما دا خيال و چې په دې پښتنو کې د خدمت خيال نشته. پر دې جماعت به موږ يو داسې نوم کېږدو چې د پښتنو په دماغ کې د خدای لپاره د خدمت خيال پيدا شي. قِسم قِسم نومونه وړاندې شول خو زموږ خوښ نه شول.
د شپې زما په زړه کې د “خدايي خدمتګار” نوم راغلی. چې سبا دوی راغلل نو ما دا نوم ورته وړاندې کړ. د دوی هم خوښ شو او د خير دعا پر وشوه.
دې نوم زموږ په زړونو کې يو ډول اطمينان پيدا کړ. موږ پښتانه خدايي کار او خدمت هغه کار او خدمت ته وايو چې بې له کومې طمعې، غرض او اجرت يې د خدای لپاره کوو، او خدای خو خدمت ته ضرورت نه لري، د خدای د مخلوق خدمت د خدای خدمت دی.”

پر باچا خان چا او ولې د دجال ټاپه لګول؟

په ۱۹۲۹ز کال کې چې کله “خدايي خدمتګار” تحريک جوړ شو، نو باچا خان او ملګرې به يې کلي په کلي ګرځېدل او د پښتنو د “ورورولۍ، قامولۍ، اتفاق او پوهې” لپاره به يې مبارزه کوله.
نوموړی په خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کې ليکي، “زموږ په علاقه کې ملايانو ډولکي او سُرنا بند کړي وو. د ډمانو يو مشر و، هغه خپلو کشرانو ته ويلي و چې بچو! دا ډول ډبلي د کوټې په تير کې کېږدئ. اخر به خدای مسلماني راولي.” باچا خان ليکي، چې کله يې ډمانو ته وويل چې خپل ډول ډبلي دې را واخلي، نو هغوی ډېر خوشحاله شول.
“هغوی هم زموږ سره خدايي خدمتګار شول. موږ د هشنغر او بيا د دواوې په دوره روان شو، او چې يو کلي ته نه به نېږدې شو، نو ډول به مو وواهه. چې خلکو به د ډول او سُرنا اواز واورېدو نو حيران به شول، ولې چې ډول او سُرنا خو ملايانو بند کړي وو. نو چې چا به اورېده، ښځې، نر او بچي به راغونډېدل او په موږ پسې به روان وو. موږ چې به د کلي مينځ ته ورسېدو ،نو ډول او سُرنا به مو بند کړل. د کلي اکثره خلک به راغونډ شوي وو او دې کار زموږ سره ډېره مرسته وکړه.”
باچا خان په خپل کتاب کې پرمخ ليکي، چې نوموړي به راغلو کسانو ته لنډه وينا وکړه.
“پښتنو وروڼو! موږ ستاسو وروڼه يو. ستاسو خدمتګار يو. ستاسو خدمت ته راغلي يو. راځئ چې دا خپل وران کور جوړ کړو. تاسو لږ دې دنيا ته وګورئ. که علم مو نشته، نو سترګې خو مو شته. د دنيا خلک او قومونه اسمانونو ته وختل او موږ پر مځکه پاتې شو. هغوی چې زموږ په شان بنيادم دي، موږ ورته لاسونه نيولي دي. له چا نه دانې غواړو او له چا نه پيسې غواړو. موږ ته خدای د جنت په شان مُلک راکړی دی. له دولتونو او نعمتونو ډک دی او زموږ پکې څه حال دی؟ د جوارو ډوډۍ نشته چې په مړه ګېډه يې وخورو. هغوی ولې اباد شول او موږ ولې پاتې شو؟ په هغوی کې ورورولي ده، قامولي ده او اتفاق دی. په موږ کې پرې دي جنبې دي او بغض دی، کينه ده، نفاق دی. دا نن دنيا د قامولۍ دنيا ده. که قوم شوئ نو ستاسو دنيا به هم اباده شي او ستاسو اخرت به هم اباد شي.”
د باچا خان په وينا، د دوی خبرو به پر خلکو ډېر زيات اغېز وکړ. نو بيا ملايانو دا فتوه ورکړه چې باچا خان دجال دی. د دجال په هکله دا مشهوره ده چې دی راشي نو ښځې، نر او ماشومان به ورپسې وي. “ملايانو به خلکو ته ويل چې تاسو نه ګورئ چې نر، ښځې، زاړه او واړه ورپسې دي؟”

انجمن اصلاح الافاغنه او ازادې مدرسې څنګه جوړې شوې؟

د ۱۹۲۱ز کال په لومړيو کې باچا خان او د پښتنو ځېنو نورو مشرانو دا خبره درک کړې وه چې د خپل قام، ژبې او ولس د پرمختګ لپاره يو منظم چوکاټ اړين دی، نو همدا وو چې د اپريل پر لومړۍ نېټه يې د چارسدې په اتمانزو کې يوه غونډه جوړه کړه او د “انجمن اصلاح الافاغنه” په نوم يې د تنظيم جوړېدو اعلان وکړ. په دې مشرانو کې پر باچا خان سربېره حاجي عبدالغفار خان، ميا احمد شاه، عبدالاکبر خان اکبر، محمد عباس خان، قاضي عطاوالله او ځېنې نور هم شامل ول.
د دې انجمن هدف په پښتنو کې ټولنيز اصلاحات راوستل او په دوی کې د زده کړې او قامولۍ احساس راژوندی کول وو. په همدې ورځ د انجمن تر انتظام لاندې د “ازادو مدرسو (ښوونځيو)” بنسټ هم کښېښودل شو چې پر ديني او عصري زده کړو سربېره به کسبونه يا هنرونه هم پکې ښوول کېدل. لومړۍ ازاده مدرسه په اتمانزو کې جوړه شوه خو د وخت په تېرېدو سره دا لړۍ نورو سيمو ته هم وغځېده. ځېنې څېړونکي د دې ښوونځيو شمېر ۸۷ او ځېنې نور يې بيا ۱۰۳ يادوي. دا مدرسې د انجمن د غړيو په چندو چلېدلې.
باچا خان خپل مشر زوی عبدالغني خان، چې هغه وخت اووه کلن وو، هم د اتمانزو په ازاده مدرسه کې داخل کړ. يو خوا د هغه وخت انګرېز واکمنانو او بلخوا مُلايانو د دې مدرسو سخت مخالفت پيل کړ.
د انجمن اصلاح الافاغنه تر جوړېدو وروسته باچا خان او ملګري يې کلي په کلي ګرځېدل او د پښتنو د شعوري بيدارۍ لپاره يې هلې ځلې کولې. بلخوا يې د ازادو مدرسو د جوړولو هڅې هم روانې کړې وې.
له همدې کارونو څخه د راګرځولو لپاره پوليسو د ۱۹۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۷مه باچا خان ګرفتار کړ. وروسته يې د هغه شاوخوا ۱۰ نور ملګري هم ونيول.
باچا خان د لوړ قد و قامت او ښه صحت خاوند و. کله چې پوليسو د هغه د نيولو پر وخت نوموړي ته هتکړۍ او زولنې ور اچولې، نو هغه پر باچا خان نه راتلې. پوليسو يو لوهار (پښ) را وغوښت او د هغه په مرسته يې په زوره د باچا خان په لاسونو او پښو کې هتکړۍ او بېړۍ ور دننه کړې. په دې وخت کې د باچا خان له پښو څخه وينې بهېدل پيل شول.
په دې وخت کې چې کله اووه کلن غني خان د خپل پلار د ليدو لپاره زندان ته ورغلی او هغه يې په داسې حالت کې وليدی چې په يوه وړه کوټنۍ کې بند وو او له پښو يې وينې بهېدلې، نو پوښتنه يې ورڅخه وکړه چې “بابا! په پنجره کې خو خلک ځناور او مرغۍ بندوي، ته خو انسان يې. نو بيا ولې داسې سلوک درسره کېږي؟” باچا خان د خپل ماشوم زوی دې پوښتنې ته ځواب ورنکړ او غلی پاتې شو.
له خپل پلار سره تر ملاقات وروسته چې به کله ماشوم غني خان دا پېښه په خپله وړه ژبه خلکو ته بيانوله، نو هغوی به په چيغو چيغو ورته ژړل. دا ډول پېښو په پښتنو کې د قامولۍ احساس را ژوندی کاوه. پر دې سربېره يې يو خوا د انجمن اصلاح الافاغنه له غړو سره مينه نوره هم زياتېدل او بلخوا خلکو په ګڼ شمېر کې په انجمن کې ګډون هم کاوه.

سرچينې (کتابونه):
زما ژوند او جدوجهد، عبدالغفار خان (باچا خان)، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه جرمني، ۲۰۰۸ز
عبدالغني خان: ژوند او زمانه، پروفېسر ډاکټر سيد وقار علي شاه کاکاخېل، طلوع فاونډېشن چارسده، ۲۰۲۱ز
د فخر افغان ځانګړنې، ډاکټر محمد صادق ژړک، پښتو ادبي غورځنګ کوټه، ۲۰۱۲ز

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه