لیکنه: شریف شیراني
د مشر محمود خان اڅکزي لخوا په بنو کښې رابلل سوې درې ورځنۍ پښتون قامي جرګه، چې څلورمې ورځې ته واوښته، یو تاریخي اقدام دی. دې جرګې په لومړي ځل د پښتونخوا د ولسونو او ټبرونو پراخ استازیتوب درلود. د ژوند د هرې برخې پیاوړي، پوهان عالمان او قبایلي مشران د دې جرګې ګډونوال ول. که څه هم ځینې سیاستوال حاضر نه سول، خو جرګه دومره پراخه او اصالت ته نژدې وه چې د راتګ او نه راتګ بحث پکښې ورک سو. دې جرګې په پښتانه وطن کښې یوه درنه او سنجیده فضا رامینځته کړه. له دې جرګې سره پر پښتون قام باندې یو نوی او تاریخي کیفیت راغلی. ټول قام یو ځل بیا د خپل راتلونکي په هکله سنجیده فکر کوي او په شدت سره محسوسوي، څو په نړیوالو حالاتو کښې خپله برخه وژغوري.
پښتنو ته ورپېښې ستونزې که هر څومره په دقت سره مطرح کیږي، خو پرلپسې د زوال پر لوري تګ څخه داسې معلومیږي، لکه پښتنو سره چې ازلي بدبختي تړلې وي. دا حقیقت دی چې بدبختۍ پر قامونو راځي او قامونه له هغو بدبختو څخه راوځي هم، خو دغه بدبختۍ هغه وخت ازلي سي کله چې یې د لرې کولو لپاره، روانې هڅې، یو ډول فکري ستونزې ولري. دا فکري ستونزې تر هغې نه حل کیږي څو چې قامونه بیرته خپلو ارزښتونو ته مراجعه نسي. پښتنو ته هم لازم ده، چې یو ځل دې خپل د جرګې تاریخ ته مراجعه سي او له دې لارې دوی کولی سي دغه ګلګوټه/محبسي کیفیت رفع کړي. ولې چې کله په زعامت کښې ستونزې رامینځته کیږي، نو ډېرې کلتوري او علمي وسیلې لا نتایج نسي ورکولی؛ تر دې چې مکالمه او مباحثه هم په فکري پرمختګ راوړلو کښې پاته راځي. په داسې حال کښې که په منطقي ډول قامونه ډېر ژوبل هم نه وي، خو دغه ګلګوټه کیفیت یې زیان رسوونکی وي. همدغه حالت په روان عصر کښې د پښتنو دی. ځکه خو د مشر محمود خان اڅکزي په بلنه د بنو تاریخي جرګې ارزښت یو په دوه سو. په داسې ګلګوټه ماحول کښې قام پر دې راټول وو چې څنګه کولی سي، دغه ستونزې هوارې کړي.
په روان عصر کښې ځینې قامونه له نړیوال ورلډ ارډر سره ډېرې ژورې ستونزې لري، چې پښتون پکښې یو له هغه قامونو څخه دی. هر څو که پښتانه په خپلو کښې او له نورو قامونو سره مکالمه وکړي یا د خپلو ستونزو د هوارېدو لپاره کوښښونه وکړي، خو له دې روان ورلډ ارډر څخه د دوی په اګاهۍ کښې هغسې یو خچ پاته کیږي چې له کبله یې دغه قام سیاسي تنهایۍ ته مخامخ دی. له نړیوالو حالاتو څخه د دې ناخبرتیا لومړی علت په دې قام کښې د ځینو اساسي تصوراتو له مینځه تلل دي. لکه د قامي ازادۍ تصور، د پښتنو له نورو قامونو سره د ګاونډیتوب اصول، په قام دننه د یو بل حقوقو ته تسلیمېدل او په سیاسي چارو کښې قامي ګټو ته د لومړیتوب دود پیدا کول؛ دا هغه تصورات دي چې بغیر د یوې سترې جرګې یې پر بل فورم باندې حل نه پیدا کیږي. ځکه خو ډېری خلګو د دې جرګې لپاره یو اوږد انتظار کړی وو او د بنو په ګرمو/تودو غرمو کښې د جرګې تالار ته په ګڼ شمېر حاضر سول.
په داسې حال کښې چې په لر او بر کښې پښتانه د یو ډول ناسمو سیاسي تصوراتو ښکار دي، د یو سیاسي ګوند له اړخه، د جرګې راغوښتل یو زړور او جدي ګام دی. دا چې په سیاست کښې “حرف اخیر” نه وي خو په جرګه کښې پرېکړې حتمي وي، د یو سیاسي ګوند لخوا خپل کارکوونکي د جرګې یا قامي پرېکړو ته تابع کول، په رښتیا چې لوی زړه او جرات ته اړتیا لري. مشر محمود خان اڅکزي د خپل ګوند کارکوونکي د جرګې پرېکړو ته حاضر کړل. د مشر محمود خان اڅکزي دغه اقدام به یو ځل بیا د سیاست او قام تر مینځ د پیوستون نوي تصورات رامینځته کوي. که څه هم په جرګه کښې ځینې پرېکړې او د ځینو ګډونوالو سیاسي برداشت لا هم د روانو سیاسي تصوراتو تر اغېز لاندې ایسېده، خو دا جرګې لومړی ګام وو. که چیره دغه جرګه د یو مستقل میکېنزم شکل اخلي نو دغه وړې خامۍ به هم ورو ورو رفع سي او وروسته به د دې قام حتمي اقدام ته لاره هواره کړي. لا هم پر میکېنزم باندې بحث کېدای سي.
جرګې وغوښتل چې په افغانستان کښې باید نور په زور د واک اخیستلو دغه لړۍ ودرول سي او که څوک داسې کوي نو هغه دي قامي مجرمان بلل کیږي. جرګې د افغانستان پر وروستیو تحولاتو د یوې لویې جرګې د رابللو غوښتنه هم وکړه. د جرګې په ټولو پرېکړو کښې د یو قامي حریم د مرحلې څرک لیدل کیږي. دغه قامي حریم چې په کامل ډول به د تاریخ او تجربې پر اساس جوړیږي، په خپل ځان کښې یو نوی او مهم پړاو دی. دې جرګې یو ځل بیا و قام ته نوی اعتماد ورکړ چې ډېر لازم وو. سیاست یې د قام هر وګړي ته تابع کړ. او د هغو ارادو مخه یې ونیوله چې غواړي د پښتنو سیاسي محرکه او قامي غوښتنې له یو بل څخه بېل ثابت کړي او نوم د قامي یوالي ورکړي. جرګه هغه اساس دی چې تر هر څه ښه جمهوریت پکښې لیدل کېدای سي. د نوي عصر او ځوانانو هغه مغالطې به هم لرې کړي چې ګڼي د دوی خپل سري عقل د دې ستونزو د هوارېدو لپاره کافي دی.
پښتون قام د خپلو ستونزو د ختمولو لپاره دومره کافي پوهنه لري چې ورته د خارجي افکارو اړتیا کله هم نه پېښیږي. دا به تاریخ ته پاته سي چې دې جرګې څومره ګټې تر لاسه کړې دي. دا هم یاد ساتل پکار دي چې په جرګه کښې اکثریت قامي خلګ پر زیاتره ټکو موافق ول. او له دې ضرورت څخه اګاه ول چې د دوی پیغام دي خپل یو ازاد استازیتوب ولري او هر څوک چې له پښتنو سره څه ستونزه لري، باید د دې جرګې په وساطت سره له پښتون سره خپلې ستونزې مطرح کړي. له دې سره به هر هغه څه چې لازم وي د پښتنو تر قامي څار لاندې مطرح کړي. لا هم نور پړاونه پاته دي چې دې جرګې ته یو روغ شکل ورکړل سي. دا جرګه به د تنوع تر مختلفو پړاونو راتېريږي او له کلتوري او ژبني پلوه به رغوونې ته مراجعه کیږي. دا یو ښه او تاریخي فرصت دی چې د سړې جګړې له اغېزونو څخه دغه قام راوباسي. سړې جګړې دلته ډېرې تودې مرحلې تېرې کړي دي او یو شمېر اساسي زیان یې رسولی دی. مګر د جرګې په واسطه به دغه زیان ورک کړل سي او هغه پخواني یاداښتونه به د نوي علمي او فکري پرمختګ سبب وګرځي چې له مودو راهیسې د دې جرګې په حافظه کښې پراته ول.


