دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اروپا اتحادیې له سفیر سره...

بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اروپا اتحادیې له سفیر سره وکتل

ویب ډیسک

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر نن له غرمې وروسته په کابل کې د اروپا اتحادیې له سفیر، اندرې ون‌برند سره وکتل.

د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او په هېواد کې د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتلو او پیاوړتیا په اړه د اروپا اتحادیې وروستي پريکړه‌لیک څخه په مننې سره، ښاغلي اتمر د افغانستان او نړیوالې ټولنې همکاریو په نوي فصل کې د اروپايي اتحادیې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د هېواد بهرنیو چارو وزیر د سیمه‌ایز اتصال او انرژۍ لیږد پروژو پلي کول په افغانستان او سیمه کې د ثبات او هوساینې لپاره مهم وبالل او د دې پروژو پلي کولو لپاره د افغانستان دولت د سکتوري کارمندانو، په ځانګړي توګه د بهرنیو چارو وزارت د کارمندانو ظرفیتونو لوړولو کې د اروپا اتحادیې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د اروپا اتحادیې وروستي پرېکړه‌لیک ته په اشارې سره، د اروپا اتحادیې سفیر له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ ځواکونو تر وتلو وروسته د اروپا اتحادیې د همکاریو دوام څخه د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه