دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلاول بهټو ،پاکستان په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د افغانستان په اړه د...

بلاول بهټو ،پاکستان په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د افغانستان په اړه د ځینو وسلوالو ډلو ملاتړ کړی و.

ویب ډیسک

د پاکستان پخوانی بهرنیو چارو وزیر او د پیپلز ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري، ویلي چې پاکستان په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د افغانستان په اړه د ځینو وسلوالو ډلو ملاتړ کړی و.

 

د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې، بلاول زیاته کړې: « تاریخي شالید ته په کتو، پاکستان په ۸۰مو کلونو کې د افغانستان د وضعیت له امله د ځینو وسلوالو ډلو ملاتړ کړی و، خو دا ملاتړ یوازې د هغه وخت جغرافیایي او سیاسي شرایطو پورې محدود و.»

 

بلاول دا هم واضح کړه چې د یادو ډلو ملاتړ د کشمیر له موضوع سره هېڅ تړاو نه درلود، او زیاته کړې یې ده،چې پاکستان د کشمیریانو د حق غوښتنې څخه ملاتړ کوي، او دا دریځ د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ ولاړ دی.

 

هغه د هندوستان او پاکستان د وروستۍ شخړې په تړاو ویلي، که هند د ترهګرو پر وړاندې اقدامات غواړي، نو باید له پاکستان سره خبرې اترې وکړي ترڅو ستونزې حل شي.

 

بلاول بوټو وویل: « موږ د کشمیري ولس د مشروع حقونو ملاتړ کوو، چې دا یوه سوله‌ ییزه سیاسي مبارزه ده، نه ترهګري.»

 

بلاول دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د پاکستان پخوانیو سیمه‌ییزو پالیسیو ته بیاکتنې روانې دي، او نړیوالو ته د وضاحت اړتیا مخ په زیاتېدو ده.

 

کارپوهان وايي، دا ډول څرګندونې ښيي چې د پاکستان ځینې سیاسي مشران هڅه کوي د تېر وخت پالیسۍ له اوسنيو دریځونو څخه جلا معرفي کړي، تر څو د نړیوالو باور ترلاسه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه