ويب ډيسک
د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو یوه افسر په دې وروستیو کې د دغه هېواد پولیسو ته په افغانستان کې د برېټانیا د ځانګړو هوايي ځواکونو (SAS) د جنګي جرمونو په اړه مالومات ورکړي دي.
د برېټانیا د سنډي ټايمز ورځپاڼې د راپور لمخې، دغه برېټانيي افسر پوليسو ته د يوه خوندي صندوق په اړه شواهد وړاندې کړي چې په کې د ځانګړو هوايي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژلو شواهد ساتل شوي وو.
د راپور په یوه برخه کې ویل شوي: “په دغو دوسیو کې په افغانستان کې د پاتې شویو سرتېرو اعترافونه، د ناورین په اړه [د برېټانيې د لومړي وزیر دفتر ته] شوي برېښنالیکونه او د پلټونکو پولیسو یادښتونه شامل دي.”
دغې سرچينې چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې مالومات ورکړي، د ٢٠٠٩ او ٢٠١٣ کلونو ترمنځ د برېټانیا د ځانګړو هوايي ځواکونو د بهرنیو عملياتو مشري په غاړه درلوده.
برېټانيي ځانګړي ځواکونه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وژلو او بیا یې له جسدونو سره د وسلو پر اېښودلو تورن دي.
د دغو تورونو د څېړلو لپاره د برېټانیا حکومت د «افغانستان په اړه د خپلواکې څېړنې» په نوم پلټنه پیل کړې ده.


