سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ترانس‌افغان د وسپنې پټلۍ د هوکړه‌لیک...

افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ترانس‌افغان د وسپنې پټلۍ د هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

ویب ډیسک

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ترانس‌افغان د وسپنې پټلۍ د امکان سنجونې هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی.

 

نوموړي وزارت پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۶مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا هوکړه‌لیک د امیرخان متقي، محمداسحاق ډار او بختیار سعیدوف په حضور کې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت، د ازبکستان د ترانسپورت وزارت او د پاکستان د ریل پټلۍ وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

 

د یادونې ده چې د ترانس‌افغان د ریل پټلۍ پروژه د مرکزي او سويلي اسیا ترمنځ د اقتصادي اتصال او ترانزیتي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د سیمه‌ییزو پلانونو یوه برخه ګڼل کېږي.

 

د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران، محمد اسحاق ډار او بختیار سعیدوف نن په همدې موخه کابل ته تللي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه