دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلامي همکاریو سازمان: ا،ا،ا د ښځو د زدکړو په هکله پرېکړه...

اسلامي همکاریو سازمان: ا،ا،ا د ښځو د زدکړو په هکله پرېکړه د اسلامي شریعت د ماخذونو پر بنسټ نه ده.

ویب ډیسک

د طالبانو لخوا د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي د طالبانو د دې پرېکړې پر وړاندې د اسلامي نړۍ د علماؤ او دیني بنسټونو د یووالي لپاره د نړیوال کمپاین غوښتنه کړې.

حسین ابراهیم طه پرون د دیسمبر په ۲۹مه د اسلامی فقهې د نړیوالې اکاډمۍ دفتر دویمې غونډې پرانسته کې د اسلامی همکاریو سازمان او د اسلامی فقهې د نړیوالې اکاډمۍ اجنډا کې د افغانستان د موضوع په لومړیتوب د ټینګار په ترڅ کې ویلي، چې د طالبانو دغه پرېکړه د اسلامي شریعت د ماخذونو پر بنسټ نه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د جون په میاشت کې د علماؤ یوې ډلې افغانستان ته سفر وکړ او له علماؤ او طالب مشرانو سره یې پراخې ناستې وکړې، په ترڅ کې یې پر دې توافق وشو، چې اسلام د ښځو ټول حقوق، د زده‌کړې او کار حق په ګډون تضمینوي.

د اسلامي همکاریو سازمان له دې وړاندې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د لیرې کولو غوښتنه کړې وه او ویلي یې ؤ چې دا پرېکړه به افغان نجونې او ښځې له خپلو اساسي حقونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز عدالت نه بې‌برخې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دې وروستیو کې په ټولو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې پر کار کولو بندیز لګولی چې ګڼ غبرګونونه یې راپارولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه