دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاتمر ،افغان واکمن باید د افغانانو برخلیک پر وړاندې مسوولانه چلند...

اتمر ،افغان واکمن باید د افغانانو برخلیک پر وړاندې مسوولانه چلند ولري.

ویب ډیسک

د جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د کوچني اختر په مناسبت یوه پیغام کې په ډاګه کړې، چې طالبان باید د افغانانو برخلیک پر وړاندې مسوولانه چلند ولري.

 

اتمر ټینګار کړی، چې طالبان دې له لنډمهالو سیاسي ګټو او ایډیالوژیو چې په اسلامي نړۍ کې ځای نه لري او ملي ګټې ګواښي، ډډه وکړي.

 

د ښاغلي اتمر دا څرګندنې د طالبانو هغه تګلارې ننګوي، چې په هېواد کې یې د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار بندیز لګولی او په بشپړ ډول د واک په انحصار کې دي.

 

په داسې حال کې چې د اسلامي هېوادونو سربېره، د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، ښاغلي اتمر ټینګار کړی، چې نړیوالې ټولنې او اسلامي نړۍ له افغانانو سره غږ یو کړی او له طالبانو غواړي چې غوښتي یې ومني.

 

طالبان وايي، په هېواد کې یې د ښځو ټول شرعي حقوق تأمین کړي دي، خو ملګري ملتونه وايي، چې یادې ډلې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې کړي او تګلارې یې د افغانانو لپاره ځپونکې دي.

 

کارپوهان وايي، طالبان غواړي چې نړۍ ورسره بې قید و شرطه تعامل ته رامخکې شي، خو ټینګار کوي ترڅو چې په افغانستان کې د افغانانو مشروعیت ترلاسه نه کړي، نړیواله ټولنه طالبانو سره اړیکې نه ټینګوي.

# #Afghanistan #Kabul #Doha #US #Education

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه