ویب ډیسک
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که ایران ورسره د هستوي پروګرام په اړه توافق ته نه ورسېږي بمبار به پرې وکړي او نورې تعرفې به هم پرې ولګوي.
ټرمپ له NBC شبکې سره خبرو کې ویلي چې که ایران «توافق ونه کړي، بمبار به پرې وشي، داسې بمبار چې هغوی به له دې مخکې نه وي لیدلی.»
ټرمپ یادې څرګندونې له هغې وروسته کوي چې څو ورځې وړاندې د ایران دولت د نوموړي له لوري د خبرو اترو وړاندیز رد کړ.
د ایران مذهبي مشر امریکا بدمعاش هیواد وباله او ویې ویل چې خبرې اترې ورسره نه کوي.
ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې د ایران دولت ته یو لیک هم لېږلی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي د ټرمپ له لوري ګواښ د نړیوالې سولې او امنیت له ذات او جوهر سره تقابل دی.
د یاد وزات ویاند اسماعیل بقایي وایي: «تاوتریخوالی، تاوتریخوالی پيدا کوي او سوله، سوله پيدا کوي. امریکا خپل انتخاب کولای شي… خو له خپلو پایلو سره.»
ټرمپ له لوړې کولو څو ورځې وروسته پر ایران د فشار واردولو لپاره فرمان هم لاسلیک کړی و. هغه خبریالانو ته ویلي وو: «زه یوازې دا غواړم چې ایران اټومي وسله ونه لري.»
# #Trump #Iran #US


